ټولنیزه برخه

د روزنې«تربیې» پړاوونه

رحمت الله شهبازخېل

د نړۍ له ستر ارواپوه (ژان پیاژه ) نه په یوې لویې غونډه کې یو کس پوښتنه وکړه، چې د ماشومانو روزنه له څه وخت نه باید پیل شي؟ هغه ورته په ځواب کې وویل د ماشوم له زیږېدو څخه شل کاله وړاندې دا ځواب داسې دی لکه په ستنه کې د رسۍ اچول، خو له بل اړخ نه که ورته وګورو، دا تر ټولو غوره لارښوونه ده، یا هم په بله مانا، چې د ماشوم روزنه او پالنه تر هرڅه ډېره مهمه ده.که په روښانه ټکو کې یې ووایم، ولي ځینې هیوادونه د پرمختګ اوج ته رسېدلی دي ؟ او ولي مونږ لا اوس هم د یو بل وینو ته تږي یو ؟ کیدای شي هر څوک یې له خپل انده لامل په ګوتو کړي، او زما فکر دا دی، چې مونږ هېڅکله سالم او روغ اولادونه ټولنې او هېواد ته نه دي وړاندې کړي، مونږ په ناخداګاه او اګاه توګه خپل ماشومان د بې لارۍ، تاوتریخوالي، بې زړه توب او … ته اړ کړي دي. ایا دا یې تر ټولو لوی لامل نشي کېدای ؟ دا هم د یادونې او خوښۍ خبره ده، چې زمونږ په هیواد کې داسې پلرونه او مېندې شته، چې تر هرچا یې خپل اولادونه ښه روزلي ، خو راشئ، چې عامه خبره وکړو که چیرته مېندې او پلرونه سالم اولادونه ټولنې ته وړاندي نه کړي، نو ټولنه او هیواد به څوک جوړوي او له چانه به تمه کوو؟ وایي څه،چې کرې هغه به ریبې.

ارواپوهانو او د تربیت صاحب نظرانو د انسان روزنیزه وده یې په څو برخو باندې وېشلي دي. لکه د ماشومتوب دوره، د هلکتوب دوره، د نوي ځوانۍ دوره، د ځوانۍ دوره او همدارنګه د بډایتوب دوره، چې هره مرحله په انسان باندې ځانګړی اغېز لري. ارواپوهان په دې عقیده دي که چیرته ماشومان د ماشومتوب له مرحلې څخه روغ ووځي، بیا د نوي ځوانۍ او د ځوانۍ په مرحله کې له ډېرو ستونزو سره نه مخامخ کیږي او په دې ټینګار کوي، چې باید له پیل څخه یاني له وړکوالي څخه د ماشومانو روزنې ته جدي پاملرنه وشي، ترڅو په راتلونکي کې له ډېرو ستونزو او خنډونو سره مخامخ نشي، ځکه یوه دوره په بلې دورې باندي ځانګړی تاثیر غورځوي. او دا د مور او پلار او د یوه مربي او ښوونکي دنده ده، ترڅو د ماشومانو روزنې ته جدي پاملرنه وکړي. یو له هغو مراحلو څخه، چې ارواپوهانو او د روزنې صاحب نظرانو د انسان د روزنې په برخه کې یې وېشلي دي په لاندې ډول دي :

پرستاري مرحله:
ښوونه او روزنه د ژوند له لومړنۍ مرحلې څخه پیلیږي. د وګړپوهنې (انسان څېړنې) ځینې پوهان وایي، چې ماشومان د مور په ګېډه کې هم له بهرني ماحول او محیط څخه اغیزمن کیږي، که د یو ماشوم مور ارامه او خوشحاله وي، نو ماشوم یې هم په ګېډه کې ښه وده کوي. برعکس که مور د حمل پرمهال له ډېرو کړاوونو، ستونزو او بدو سلوکونو سره مخ شي، نو دا حالت د ماشوم پر وده هم منفي اغیز اچوي او ماشوم کمزوری او ډارن رالوییږي.د روزنې دا مرحله مخکې له زېږون څخه شروع او تر دوه کلنۍ پورې دوام پیدا کوي، په دې دوره کې د مور لپاره د ښې او مناسبې زمینې برابرول ،ځینې ضرورتونه یې پوره کول او د یوې سالمې فضا رامنځ ته کول اړین دي، ځکه په ماشوم باندې مستقما مثبت تاثیر لري که چیرته په دې مرحله کې مور د سکون حیات ونلري، ښو خوړو ته لاسرسی ونلري، په کورنۍ کې ستونزې وي د کور غمونه او ستونزې مستقما په جنین باندې د مور په رحم کې منفي اغیزې کوي، او که چیرته مونږ دې مرحلې ته توجه وکړو په پایله کې به مو سالم اولادونه ټولنې ته ډالۍ کړې وي.

تادیب مرحله
دا هغه مرحله ده، چې د انسان حیواني طبعیت په انساني طبعیت باندې اوړي، هغه مرحله ده، چې ماشوم ټولنیزو مقرراتو او قوانینو ته متوجه کوي او کله، چې ماشوم د ټولنیزو اصولو په خلاف قدم کیږدي، نو باید تهدید شي او د دې وخت ورنکړو، چې په هغوی کې د بد اخلاقۍ قوه وده وکړي، ځکه ماشومان د ارواپوهانو په نظر د نیالګي مثال لري، چې مونږ کولای شو له کوچینوالي څخه د ماشوم روزنې ته توجه وکړو که یو ځل لوی شي بیا اړول یې ناممکن وي، د تادیب د مرحلې څخه غرض دا دی، چې ماشومان د دې پر ځای، چې منفي ارزښتونه او کړنې، چې اسانه زده کیږي ترلاسه کړي،باید هڅه وشي، چې مثبتې کړنې او ارزښتونه، چې ګران او ستونزمن دي ترلاسه کړي د تآدیب پړاو له ۲ کلنۍ څخه تر ۶ کلنۍ پورې جریان لري بیا وروسته د تعلیم مرحله شروع کیږي.

د تعلیم مرحله
د تعلیم مرحله له ۶ کلنۍ څخه وروسته یعني د پرستارۍ او تادیب مرحلې څخه وروسته پیل کیږي، په دې مرحله کې ماشوم له مختلفو او بیلابیلو علومو سره اشنا کېږي، که چېرته دا مرحله د ځینو ځانګړو برنامو او روشونو سره سم پرمخ لاړ شي او د ماشومانو ضرورتونه او اړتیاوې په بشپړ ډول سره رفع شي دا به د ماشومانو د سالمي ودې لپاره ډېر ګټور واقع شي د تعلیم په پړاو کې په ماشومانو کې یو لړ مهم بدلونونه رامنځته کېږي. کله، چې ماشوم ښوونځي کې شاملیږي، ځانته د شخصیت احساس کوي، ځکه فکر کوي، چې تر پرونه په کور کې وو، او نن د ټولګي غړی دی. دې سره ورو ورو رواني بدلونونه پکې راځي. په دې مرحله کې د ماشوم د استدلال قواوې په کار لویږي او د مسایلو په اړه منطقي فکر کوي. په دې مرحله کې د ماشوم د خودمختارۍ او خپلواکۍ احساس وده کوي. سمې او ناسمې پریکړې کوي ماشومان په دې مرحله کې خپل نظر لري، د دروغو، رښتیا، چل او واقعیت ترمنځ توپیر کولای شي. په ماشوم کې د استدلال قوت وده کوي او په استدلال کې یې تسلسل او منطق پیدا کیږي. خپل فکر را غونډوي، تنظیموي او کار ترې اخلي . په دې پړاو کې د ماشوم اجتماعي سلوک په پراختیا پیل کوي او په خپل ځان متمرکز حالت څخه، د نورو مفکورو قبلولو او یا له نورو سره د اختلافاتو پیدا کولو حالت ته خوځښت کوي. ماشوم باید ښوونځي کې له شاملیدو څخه مخکې جسمي او ذهني چمتوالی ولري په دې مرحله کې باید هڅه وشي ترڅو د ماشومانو استعدادونه وغوړېږي، که چېرته په دې پړاو کې لږه غوندې بې غوري وشي، نه یوازې د ماشومانو استعدادونه تر خاورو لاندې کېږي، بلکې د ماشومانو فکري او اخلاقي ودې ته هم زیان رسېږي.

ځان جوړونې مرحله:
د ځان جوړونې پړاو له پورته ذکر شويو مرحلو څخه وروسته پیلیږي دا ډېره حساسه مرحله ده ځکه، چې ماشوم د هلکتوب له مرحلې څخه د نوي ځوانۍ البته د بلوغیت مرحلې ته داخلیږي له هره اړخه په ماشوم کې تغیرات راځي. په فکر ، ذوق ، کړه وړه ، خبرو او هرڅه کې یې بشپړ بدلون راځي، نوی ځوان غواړي په دې پړاو کې ځانته یو شخصیت جوړ کړي او په ځان باندې یې د باور اعتماد ورو ورو زیاتېږي او غواړي، چې په ټولو چارو کې استقلالیت ترلاسه کړي، که چېرته غواړي څه انتخاب کړي غواړي د مور او پلار څخه بغیر په خپله خوښه هر څه انتخاب کړي دا مرحله مشخصه نېټه نلري، خو د نوي ځوانۍ مهال دی ارواپوهان دې مرحلې ته د احتیاط کلیمه کاروي او په دې اند دي، چې باید له نوي ځوان سره احتیاط وشي ، او ورسره په ښه شکل چلند وشي هسي نه، چې د هلک شخصیت ته زیان ورسیږي که چیرته څه غوښته کوي باید د هغه غوښتنو ته لبیک ووایو او که له وس او توان څخه مو پوره نه وي باید په ډیره نرمه لهجه باندې ورته قناعت ورکړو او ستونزو ته یې د حل لارې ولټوو.
ماخذونه
1 ـ تازه، سمیع الله. (۱۳۹۲). د تدریس مهم عناصر. لومړی چاپ، میوند خپرندویه ټولنه. کابل، افغانستان.
2 ـ کدیور، پروین. (۱۳۸۷).تربیتي ارواپوهنه.دولسم چاپ. سمت انتشارات. تهران، ایران.
3 – شریعتمداري، علي. (۱۳۶۹). تربیتي اروپوهنه. څلورم چاپ.سپهر انتشارات. تهران، ایران.
4 بیان ، محمد فواد. (۱۳۸۸). د ښوونې او روزنې اساسات. دري لیکچر نوټ، چاپ سیدي مطبعه
5 حقیار، عبدالمنان. (۱۳۹۱). تربیتي ارواپوهنه. لومړی چاپ . سعید انتشارات. کابل، افغانستان.
6 شارون بیدالف،استیوو. (۱۳۸۸). ګټوره روزنه. ژباړه ارش ننګیال. چاپ ګودر خپرندویه ټولنه.
7 یوسفي، محمد امان. (۱۹۸۸). تربیتي ارواپوهنه. د افغانستان لپاره د بلجیم د پيداګوژي ګرځند ټیم، د ښوونې او روزنې څانګه.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx