لیکنې

هغوی چې هیڅ امتیاز ته ژمن پاتې نه شول

خالق یار احمدزی

ویل کیږي، چې افغانان د نړۍ هغه غیرتي قوم ده، چې د تاریخ په اوږدو کې ډیرو ورته د خپل غلیم د څملولو په برخه کې د مرستې سترګې نیولې دي.

تازه همدا اړتیا د روسیې او اوکراین تر منځ د سترې جګړې په لوی میدان کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ایراني لوري د غوښنو امتیازاتو د ترلاسه کولو په هدف د روسیې لوری ونیووه.

ایران دغې جګړې ته نه خپل تجربه کار اخوندان واستول او نه یې هم کوڅه ډب آزادي غوښتونکي دیموکراتان؛ بلکې داځل یې پرځای یوځل بیا همغه افغانان د ټیشو پیپر په توګه وکارول، چې تر پرونه یې د مختلفو ګټو لپاره ترې کار اخیسته.

ایراني لوري که پرون د فاطمیون او زینبیون په نومونو له خپلو عقیدوي افغان کلیوالو څخه د سوریې په سني ضده جګړه کې کار اخیسته، نن بیا په متفاوته بڼه له هغو افغان جنرالانو، افسرانو او عسکرو څخه، چې د ناټو په هوایي او ځمکني ملاتړ به یې د افغان خاورې د ساتنې ټټر ډباوو ، د خپلو پخوانیو تمویلګرو د بیرته څملولو په برخه کې کار اخلي.

هو! همدا اوکراین وه، چې پرون یې د ناټو تر چوکاټ لاندې همدغه افغان عسکر په خپله کونجاړه پړسول غوښتل، خو نن یې چې بې سرنوشته پریښوودل، نو سر او بیخ یې له همغو پخوانیو نازولو څخه په خطر کې دی.

دوی که له پروني تاریخ نه زدکړه نه وي کړې، اوس یې باید ورپام شي، چې د پردیو په اخور لوی شوي، یواځې امتیازات پیژني او تر خپل عزت څخه د پردیو ګټو ساتنه مهمه بولي؛ همدا لامل وه، چې د بادار له تیښتې سره یې هم خپله پښې سپکې کړې او هم یې د هیواد شتمني یا ویجاړه یا د ګاونډیو تر درشل ورسوله.

هغوی چې د څو افغانیو/ډالرو په بدله کې یې د خپل افغان ورور او خور عزت ته په سپکه کتل او د امریکایي ګټو لپاره له خپل سر ومال څخه هم تیر وه، د وفا څه تمه ترې نه شي؛ هغوی امتیاز ته په کتو سره دوست او غلیم پیژني.

هوکې ایرانیانو ډیره ښه او سنجیده پریکړه وکړه، هغه افغان ملیشې چې پرون همدې اوکراین د ناټو تر چتر لاندې په وسلو او تجهیزاتو سنبال کړي او د افغانستان د مدافع پوځ نوم یې ورکړی وه؛ ایران یې دغه د خټو پوزه ونړوله او امریکا او ناټو ته یې دا جوته کړه، چې غلام، غلام دی؛ د هغه موخه یواځې پیسې، شهرت او ښه ژوند دی؛که امتیاز ورکوونکی یې نن په هرڅومره نازونو کې پټ کړي، د من او سلوا په پرې کیدو سره یې هرڅه هیریږي.

ددوی ددې ترڅنګ چې معامله ګر وي، سخت تاوان پر ځان قبلوي؛ داځکه چې حافظه یې لکه د چالاکه موږک په څیر ده، چې د هر دښمن په ایښودل شوي دام کې د غنم پر دانو ژر غولیږي، خو پایله یې همیشنۍ بربادي او تباهي وي.

هوکې! همدا خلک وه، چې له ۲۰۰۱ کال څخه د هیواد د ریښتینو بچیانو «اسلامي ام_ارت» لخوا ورته توصیه کیدله، چې د پردیو ګټو لپاره دې د خپلو افغانانو پر وړاندې سنګر نه نیسي.

همدوی وه، چې امریکایانو لکه پوکاڼۍ وپړسول، خو چې کله یې د یوه کوچني متحرک اغزي زور ولیده، د مارشالانو او جنرالانو د سترو نومونو سربیره یې ټول شان وشوکت په لس ورځني مثبت تحول کې لمنځه ولاړ.

حل لاره:

له دوی څخه که پرون پردیو کار اخیسته، یا یې نن یې ترې اخلي، سبا یې هم ترې اخیستلای شي؛ ښه داده چې حکومت دې د امتیازاتو مجانین کله کله تر سخت امتحان لاندې نیسي؛ هغوی دې په ایماني او هیوادنۍ مینه د ازمایښت په پړاوونو کې ساتي او د ریښتینو ژمنو او خبیثو کړیو تفکیک دې د هغوی اصالت ته په کتو سره کوي.

پر خپلو باوري کسانو او هغوی چې وړتیاوې لري، د موقف ځنډول، د امتیازاتو پرې کول او نور هغه آزمایښتي پړاوونه، چې د ژمنو او ناپاکو پرګنو تفکیک پرې کیږي، باید وخت پر وخت یې مشران عملي کړي؛ څو هغه پړاو ته ورسیږو چې د پوځي پرسونل عقیدوي ژمنتیا لکه د پرونیو استشهادیانو او په سیاسي برخه کې د موقف مینه ورته د لوی مسؤلیت اډانه و بریښيږي؛ دغه راز هیوادنۍ مینه یې هم د چا پټ او ښکاره امتیازات تر تاثیر لاندې رانه وړي.

مشران باید امتیاز ورکول د تملق، ظاهري شیخي او نورو نازونو په بدله کې چاته ورنکړي؛ د هغوی ژمنتیا، اصالت، او ریښتونولي دې په پړاوونو کې ارزوي او بیا دې د چارو واګي ور سپاري؛ هسې نه خدای مکړه چې داځل مو بله کومه نړیواله جګړه کې، روزلي کسان د پردیو د ګټو د خوندیتابه عسکر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx