ورزش

شل اوریز جام؛ پاکستان نن وروستۍ نابشپړه کېدونکې هیله ازمایي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۱ل): په شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان کرکټ د مخکې تګ هیلې هغه مهال له منځه ولاړې چې له کمزورې لوبډلې زمبابوې څخه یې د کمو منډو په دفاع کې ماتې ومنله.

ددې سترې ماتې سربېره د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره د اګر مګر کیسه د نورو لوبډلو په مشروطېدو لا هم ژوندۍ ده، چې خپله وروستۍ هیله به نن د سویلي افریقا پر وړاندې وازمایي.

پاکستان لوبډلې په نړیوال جام کې تر دې دمه درې لوبې کړي چې هند او زمبابوې ته یې ماتې منلې او د هالنډ پر وړاندې یې بریا خپله کړې ده.

اوسمهال په دغه ګروپ کې هند په څلورو لوبو سره د جدول په سر او سویلي افریقا له درې لوبو وروسته په دوهم مقام ده، خو پاکستان چې یوازې دوه نمرې لري جدول کې په پنځم مقام ده.

ایا اوس هم پاکستان کولی شي نیمه پایلوبې ته لار ومومي؟

د فیصدۍ له مخې کولی شي پاکستان نیمه پایلوبې ته لار ومومي، خو په عامه توګه د پاکستان لوبډلې پایلو ته په کتلو دغه لوبډله پخوا له یاد جام څخه بهر شوې ده.

د هند او سویلي افریقا پاتې لوبې د کمزورو لوبډلو پر وړاندې دي چې تر ډیره یې د بریا پخلی کیږي، خو که غیر متوقع حالت پېښ شي پاکستان ته ممکن فرصت برابر شي.

یادې لوبډلې لپاره د سویلي افریقا پر وړاندې د هند بریا مهمه وه، خو داسې ونشول او سویلي افریقا بریا خپله کړه. دغه راز د هند پر وړاندې تېره ورځ لوبه کې د بنګلدیش بریا مهمه وه خو داسې هم ونشول او هند بریا خپله کړه.

اوس پکار دي پاکستان نن د سویلي افریقا پر وړاندې او د یکشنبې په ورځ د بنګلدیش پر وړاندې بریا خپله کړي، بیا هیله لري چې زمبابوې یا هالنډ خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي.

که پاکستان خپلو دوه سیالانو ته ماتې ورکړي، او هالنډ خپل سیال سویلي افریقا ماته کړي، بیا پاکستان په جدول کې دوهم مقام ته پورته کیږي او نیمه پایلوبې ته لار موندلی شي.

که عین حالت له هند سره مخ شي، د پاکستان او هند نمرې یوځای کیږي، خو پاکستان تر اوسه له هند غوره اوسط لري او په دې سره به د هند پرځای پاکستان نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

خو که پاکستان نن له سویلي افریقا ماتې ومنله، د نړیوال جام خوب یې له منځه ولاړ او دغه وروستۍ نابشپړه کېدونکې هیله یې هم له خاورو سره خاورې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx