خبرونه

قطر؛ په افغانستان کې د خپلي خیریه مؤسسې دفتر پرانیزو

نن ټکی آسیا ( چهارشنبه، ۱۱لړم، ۱۴۰۱ل):د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي‌په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د قطر هیواد سفیر ښاغلي ( سعید بن مبارک الخیارین) د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي امیرخان متقي سره کتلي دي.

د بلخي په وینا په یاده کتنه کې د قطر هیواد سفیر وویل چې هیواد یې غواړي چې په افغانستان کې د قطر خیریه مؤسسې دفتر پرانیزي ترڅو د دې دفتر له لاري په افغانستان کې له امنو، بې سرپرسته او بې وزله کورنیو سره لازمي او د پام وړ مرستي ترسره کړي.

د دې هیواد سفیر همدانګه زیاته کړې چې هیواد یې غواړي ترڅو له افغانستان سره خپلي اړیکي نوري هم پیاوړې کړي.

د بلخي په خبره، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي په دې کتنه کې د قطر هیواد له همکاریو څخه د منني ترڅنګ د دې هیواد سفیر ته په افغانستان کې د قطر خیریه ادارو په فعالیت کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx