نړۍ

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په یوه برید کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۱ل): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان باندې د لاریون پر مهال برید شوی دی چې له کبله یې نوموړی ټپي او یو بل تن وژل شوی دی.

دغه برید د پنجاب ایالت اړوند په وزیرآباد سیمه کې شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې پر عمران خان بریدکوونکی یې نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې عمران خان څو ورځې وړاندې د حکومت پر خلاف لاریون پیل کړی دی.

نوموړي وروسته تر هغه د اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړ چې د انتخاباتو کمیسیون نوموړی په دولتي تحایفو  کې د فساد په تور نا اهله اعلان کړ.

عمران خان له حکومت غواړي چې تر وخت مخکې ټاکنې اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تنی

پلاری په پاکستان ټپی شو او لمسیان یې په کابل کښې ویر جن دې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx