افغانستان

خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ کارونه په چټکۍ سره دوام لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۱ل): د افغانستان د ریل پټلۍ اداره وايي چې د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ کارونه په چټکۍ سره روان دي.

یادې اداره وايي چې د خواف-هرات  تر منځ وسپنې پټلې درېیمې ټوټې د ریلي او غیر ریلي ترمیماتو چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روان دي.

دوی زیاتوي چې د دې پروژې ترمیمات ۸۰ سلنه بشپړ شوي دي او تر راتلونکو څو ورځو به یې چارې پوره شي.

د وسپنې پټلۍ ادارې هیله مندي ښودلې چې د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د چارو تر بشپړیدو وروسته به له ایران سره انتقالات پیل شي.

د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د ترمیم چارې یوه میاشت وړاندې پیل شوي وو چې ټول مصارف یې ۵۲ میلیونه افغانۍ اعلان شوي وو او پلان وه چې د دوه میاشتو په موده کې به تکمیل شي.‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx