جرمني پولیسو له القاعدي سره د تړاو په تور دري کسه ونیول

german_police_arrested (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۳۰)المان: دالمان پډرالي پولیسو خبر ورکړی دي چي تیره ورځ دجمعي په سهارکي یی دری کسه مغرب الاصله جرمنیان چي د رائن او یستفالیا په ښارونه کي اوسیدل له القاعدي سره دتړاو په تور ونیول
له جرمني څخه د ډیلي پیلډ په نامه سره ورځپاڼه زیاته وي چی دینول شوی کسانو څخه په زیات مقدار چاودیدونکي مواد هم تر لاسه شوي دی، ورځپاڼه دپولیسو له قوله وایی چي نیول شویو کسانو په جرمني کي ددننه په ځینو مهمو ځایونو باندی دچاودنو اراده لرله، دجرمني دکورنیو چارو وزیر هانز پیټر فریډریټش دتورنو کسانو نیونه دجرمني دپولیسو لپاره لویه سوبه وبلله اوزیاته یی کړه دجرمني پولیسو په هیواد کي دیوه غټ خطر مخه ونیوله
نوموړي، وویل راتلونکی خالي ته به  دری سره نیول شوی کسان  دجرمني هیواد وفډرالی محکمي ته وړاندي شی.
بخت الرحمن بخت ،،،،،،،،،،،،،نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د