افغانستان

د ايتلافي حکومت پر جوړېدو سلامشورې پيل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د ولسمشريزو ټاکنو دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تخنيکي او مشورتي ټيمونو د يو ګډ کميسيون په ترڅ د کابل په کانينټل هوټل کې د ايتلافي حکومت په څرنګوالي او د اجرايوي مشر د واک او صلاحيتونو په اړه غونډه وکړه.

د ايتلافي حکومت د جوړيدو کميسيون په داسې حال کې ټاکل شوی، چې د تېرې جمعې په ورځ دواړو نوماندانو د امريکا سفارت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پر وړاندې د ايتلافي حکومت په اړه تړون لاسليک کړ.

ويل کيږي، چې د دواړو ټيمونو ټاکل شوی کميسيون به د يوې اونۍ په ترڅ کې د ايتلافي حکومت د څرنګوالي طرحه دواړو کانديدانو ته وسپاري.

د کابل کانټينينټل هوټل کې د نوموړې غونډې برخوال او د ډاکټر عبدالله د ټيم وياند سيد اقا فضل سنچارکي وايي، چې دوی د راتلونکي حکومت او د اجرايوي شورا د مشر د واک او صلاحيتونو په اړه خبرې اترې کوي.

ښاغلي سنچارکي بيګا ناوخته کابل کې خبريالانو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې د «اجرايوي مشر» صلاحيتونه د لومړي وزير دي او کولای شي، د صدر اعظم په توګه له خپلو صلاحيتونو ګټه پورته کړي.

اجرايوي مشر به د دوه کلونو لپاره خپله دنده پر مخ بيايي او له هغې وروسته به اساسي قانون کې تغيير سره سم د صدراعظم په توګه ټاکل کيږي.

بل پلو د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم يو لوړپوړي غړي فيض الله ذکي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د اجرايوي مشر لپاره د صدراعظم کلمه کارول د اساسي قانون سره په ټکر کې ده او دوی به هيڅکله داسې يو کار ونکړي، چې د اساسي قانون له مخې ناروا وي.

د امريکا سفارت کې شوی تړون لا هم مبهم دی

تېره جمعه د جان کيري په مشرۍ کې د دواړو نوماندانو تر منځ د ايتلافي حکومت پر سر د شوي تړون جزيات لا هم مبهم دي او هر ډله يې د ځان په ګټه تفسيروي، چې اساسي ستونزه يې د اجرايوي مشر د واک او صلاحيتونو په څرنګوالي کې ده.

ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي، چې د واک مرکز او مرجع بايد يو وي او د اجرايوي شورا مشر بايد د ولسمشر له امر سره سم خپل کارونه پر مخ بوځي، مګر د ډاکټر عبدالله ټيم بيا وايي، چې د اجرايوي شورا مشر د صدر اعظم په معنا دی او کولای شي، د خپلې خوښې اهل خلک په يو شمېر مهمو پوسټونو او څوکيو وګماري.

د کارپوهانو په وينا دوی فکر نه کوي، چې دا وړۍ دې شړۍ شي، ځکه چې د جان کيري په مشرۍ کې شوی تړون له ابهامونو ډک دی او کېدای شي د دواړو ټيمونو تر منځ شخړې او ناندرۍ يو ځل بيا دوام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x