افغانستان

ا.ا؛ د واقعیتونو د موندني او انعکاس په اهمیت پوره باور لرو

 

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۳لړم، ۱۴۰۱ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې چې اسلامي امارت د واقعیتونو د را سپړلو او د څیړنو لپاره رسنیو ته د لاس رسي چاپیریال برابر کړی او اوس مهال په هیواد دننه کې له ۲۷۰ څخه په زیاته اندازه رسنۍ خپل فعالیت لري.

د ښاغلي بلخي په وینا، په هیواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنۍ هم فعالي دي او د روان کال له پیل څخه تر دا مهاله د۱۹۶ بهرنیو رسنیو اړوند له ۷۰۰ اووه سوه څخه زیاتو خبریالانو ته په افغانستان کې د راپور جوړولو اسانتیاوي برابري شوې دي.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت له حاکمیت څخه را په دېخوا د هیڅ خبریال د وژلو پېښه نه ده را مینځته شوې او نه هم رسنۍ له امنیتي ننګونو سره مخ دي.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي وه چې په تېر کال کې یې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندي‌ له بشري حقونو څخه د سرغړوني ۲۰۰ پېښي ثبت کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx