افغانستانورزش

افغانستان لپاره د نړيوال جام پای، محمد نبي له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريز نړيوال جام وروستۍ لوبه نن د استراليا پر وړاندې ترسره کړه، چې له يوې په زړه پورې لوبې وروسته يې د ۴ منډو په توپير ماتې ومنله.

په دغه لوبه کی استراليا افغان لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو هدف ټاکلی و، چې په ځواب کې افغان لوبډلې د ۷ ويکټو په توپير ۱۶۴ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې نوين الحق ۳ ويکټې واخيستلې، په داسې حال کې چې راشد خان په زړه پورې ۴۸ منډې وکړې.

له يادې په زړه پورې لوبې وروسته په ۲۰۲۲ شل اوريز نړيوال جام کې د افغانستان کمپاين پای ته ورسېد، چې ورسره محمد نبي هم له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

محمدنبي پر فيسبوکپاڼه د خپلې استعفا په اړه اعلان کړی او لامل يې د تېر يوه کال راهيسې نه چمتو والی، کرکټ بورډ ادارې، غواراوي کميټې او ورسره هم نظره نه پاتې کېدل بللې دي.

محمد نبي زياته کړې ده چې له لوبډلمشرۍ استعفا ورکوي خو د لوبډلې سره له د يوه لوبغاړي په حيث خپلو لوبو ته ادامه ورکړي.

د يادونې ده چې په تېره نږدې کې د يوه لوبغاړي په حيث‌ د‌ محمد نبي کارکردګي ناسمه وه او ويې نشو کړلی د خپلې لوبډلې لپاره مسئوليت ترسره کړي.

هغه په تېرو ۱۳ لوبو کې يوازې ۵۸ منډې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx