نړۍ

کابلوف؛مسکو به په راتلونکو ورځو کې د افغانستان په اړه د غونډي کوربه وي

 

نن ټکی اسیا ( جمعه، ۱۳لړم، ۱۴۰۱ل): د روسي ټاس خبري اژانس د راپور له مخي د افغانستان لپاره د روسیې  ځانګړی استازی (ضمیر کابلوف)‌ وایي چې مسکو به راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه د یوې غونډي کوربتوب ولري.

راپور زیاتوي‌ چې دا غونډه چې د رواني میاشتي په نیمایي کې جوړېږي، پکې به د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او ازبکستان هیوادونو استازي‌ ګډون ولري.

د کابلوف له قوله د دې غونډي اصلي محور د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ خبري دي.

د یادولو ده چې دې غونډي ته تر دې مهاله رسما د ا.ا.ا استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو تر دې وړاندي د ا.ا.ا د افغانستان په اړه د جوړېدونکو مثبتو غونډو هرکلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لنګوټی منګوټی، څا درونه تیار ولری کوندی الله پر تاسو مهربانه شی او کوم یو مو دی غونډی ته دعوت کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx