شعـــــرونه

خپلواک ژوندون دی خو د چا راباندې نه لوريږي/ذاکر مهاجر

ذاکر مهاجر

خپلواک ژوندون دی خو د چا راباندې نه لورېږي
دا آزادي خو د دنيا راباندې نه لورېږي

زموږ پر اسمان باندې لمر نه غواړي تياره يې غواړي
د تورو شپو سپينه رڼا راباندې نه لورېږي

له مودو وروسته د جانان کلي ته ورسېدو
د رقيبانو دا بريا راباندې نه لورېږي

زما له اوښکو او دردونو نه خوندونه اخلي
د بې دردانو يوه خندا راباندې نه لورېږي

نيمه پېړۍ خو مې په وير او غم کې تېره شوله
اوس يې د څو ورځو مسکا راباندې نه لورېږي

کلونه کېږي چې زما سپېدې په کاڼو ولې
ظالمه ولې دې سبا راباندې نه لورېږي

ذاکر د مور دعا نيولی دی ژوندی چې ګرځي
کنه ژوندون خو د اشنا راباندې نه لورېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx