نظــر

نه شتون يې و چې نوې وسلې راباندې آزمایل کېدې!

احمد منصور

دا چې لسيزې ولې په افغان خاوره د جګړو ، هجرتونو او غميزو تسلسل وو ولې زمونږ هېواد د ابر قدرتو د سيالو او نوو وسايلو د آزمايلو ډګر ګرځېدلی وو؟ شاید اکثریتو نه وي درک کړي لامل هم زمونږ له اسلامي تاريخ ، د مبارک عليه سلام له سيرت او د نړۍ له حالاتو ناوقف کېدل دي تر ډېره خپل ځانونه بايد پړه او ملامت وبولو مونږ مؤقتي له ځانو څخه دفاع کړې خو دايمي د دفاع او امنيتي ماحول په جوړېدا مو هېڅ غور نه ده کړی داسې نه ده چې فرصتونه مو نه درلودل په ځلونو راته محياء شوي خو مونږ ترې سالمې استفادې کې پاتې راغلي وو او د نه استفادې له امله زيانونه مو څلويښت پنځوس کاله وګالل.

دا چې بیا رب فُرصت راکړی په دې فکر بايد وکړو هغه څه ول چې نه شتون يې مونږ دومره روسته پاتې کړو او د ابر قدرتو راباندې د زده کړې لامل شول په ټول توان هغه ورکه پيدا او نیست هست کړو که دا فُرصت مو ضايع کړ بیا به کلونه د مغلوبیت کندې کې پراته يو اوس خو الحمدالله راپورته شوي يو يوازې د مختګ او دایمي دفاع په فکر شو د هغه نشتون په اړه به زه هم يو نظر شریک کړم زما په آند مونږ په هغه پيمانه چې اړتیا وه د دفاعي او استخباراتي ځواګ په جوړېدا کې سستي کړې که د سيرت پاڼي را واړوو رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مدينې منورې کې د جهاد له فرضيت روسته د يادو ځواګو په جوړېدا او پياوړتيا لاس پورې کوي د ابوسفيان د قافلې او د ابوجهل د لښکر خبرتيا په څومره چټکۍ تر مدينې رسيږي چې استخباراتي نظام ته د مبارک عليه سلام خاصه پاملرنه ترې جوتيږي همدا ډول د مکې مشرکين د قبايلو نور کفار او داخل مدینه کې يهود مکرراً د اسلامي رياست په له مينځه وړلو کې هڅې کوي خو بریالي کيږی نه دا يې هغه د دفاع برخه وه.

که تاريخ مطالعه کړو دغه دوه ځواګونه چې پالل شوي نظامونو تر ډېره بقاء موندلې او په ترک سره يې نه تنها کمزوري شوي آن نړېدلي خو په دې دواړو کې استخبارات له هر لحاظه پياوړي کول اړين وي ځکه استخبارات د يو نظام د سترګو او غوږونو حثيت لري دا هم په خپل ذات کې په دوه ډوله ده.

۱- دبهرنيو دوښمنانو د هر رفتار او ګفتار څارنه
۲- د دروني يا داخلي دوښمن په اصطلاح د خاين څارنه

خو استخبارات بايد داخل نظام ته ډېر متوجې وي ځکه داخلي خاين چې په ظاهره دوست وي او د پردې تر شا دې دوښمن ته ټوله کمزوري ورپه ګوته کوی، ستا له پلانو يې خبروي بايد پر وړاندې جدي ووسې د عثمان(رضي الله عنه) دورې خلافت کې استخباراتو يې بهرني دوښمن ته توجو زياته او داخلي دوښمن ته يې کمه وه ځکه هغه وخت مسلمانان په تعرضي حالت کې وو زما په آند شايد دا فکر به موجود وو چې دوښمن ورځ تر بلې ځپل کيږي داخل کې به څوک پيدا نه شي کړای خو ومولیدل چې خاينينو څومره غټ کار وکړ او د مسلمانانو تر مينځ اختلافات يې په څومره مهارت پيدا کړل خو صلاح الدين ایوبي (رحمه الله) د دفاعي ځواګ پر ځاي د استخباراتي ځواک دواړو برخو ته پاملرنه وکړه تاريخونه ليکي په کراتو مراتو په شهادت رسولو پلانونه يې استخباراتي مجاهدينو شنډ کړل ايوبي رحمه الله د استخباراتي نظام د شتون او پیاوړتیا له برکته د فتوحاتو لړۍ يې آن تر فلسطينه ورسېده.

په اوسني وخت کې استخباراتو ته بايد تر بل هر وخت زياته توجو وشي که مونږ هر څومره خپل دا دريځ چې په هېڅ نوعې د هېڅ هېواد داخلي چارو کې لاس وهنې نه کوو او له هغوي د ورته عمل طمعه کوو ناسمه ده که غواړو بیا ځل له سوريو ونه چيچل شو او نوې وسلې بيا راباندې ونه کارول شي د صلاح الدين استخباراتي نظام مطالعه او هماغسې يې عيار کړو.
تاريخ وايي همدې ته چې کامله زده کړه ترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx