افغانستان

د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینو پایله اعلان شوه

نن ټکی اسیا(شنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۱): د افغانستان د کانکور ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې پاپلې په یوې رسنیزې غونډې کې اعلان کړې. نن شنبه د ۱۴۰۱ کال د لړم میاشتې له ۱۴ نېټې سره سم، د کانکور ازموینو ملي ادارې د همدې کال د کانکور ازموینې د ګډونوالو نتیجې اعلان کړې. په دغه ازموینه کې تر ټولو لوړې نمرې له هرات ولایت څخه سلیمان د غلام جيلاني  زوی اخیتسې وې، چې په ۳۵۵.۴۲۰۴ نمرو سره د ۱۴۰۱ کال د کانکور عمومي اول نمره شو، ورپسې په ترتیب محمد شبیر، هدایت الله، محمد ضیاء او محمد عزیز په ډېر لږ توپیر سره د کانکور امتحان دوهم، دریم، څلورم او پنځم نمبر اعلان شول.

د کانکور ازموینو ملي ادارې زیاته کړې ده؛ چې سږ کال په دولتي پوهنتونونو کې د تېر کال په پرتله د جذب کچه ۲۰ سلنه لوړه شوې او مجموعا د دغې ازموینې له ګډونوالو څخه ۸۴ زرو کسانو، د لوړو زده کړو بنسټونو ته لار پیدا کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx