fbpx

له انتخاباتي ډرامی مو څه غوښتل او څه یی درکړل؟؟؟؟؟؟

ليکوال:حقمل صافی

انتخاباتي سياسي ډرامه تر اوسه بي نتيجی روانه ده،يو طرف ته زور ښودل کيږي،او بل طرف ته فقط طوطي منتر دی چي بيا بيا تکراريږي،يو طرف افغانان په زور وځپل او بل طرف لخوا افغانان په پستو او نرمو خبرو سره ځپل کيږي،خو مهم يی هدف دی،چی دواړه پکی شريک دی،او مشري يی يو کس په غاړه لري،له هماغسی کس لخوا چی دډير لری څخه يی اداره کوي،خو چی کله سره دغه دوه کم عقل په څه سره پوهه نه شي،نو بيا خو هم افغانان دي،سره تيز شي،او تر لفظي شخړو سره ورسيږي هغه هم دافغانانو ددوکه کولو لپاره،نو مشر يی ورته ځان راورسوي،او يوه حيرانونکی ډرامه جوړه کړي،او لکه دماشومانو يی سره جوړ کړي،ټيټ سر دخپل بادار مخی ته ناست وي،غاړه په غړئ يی کړی،تر منځ ډراماتيکی کرښي راکاږي او پری امضاء يی کړی، سړي ته خندا ورشي چی داڅه دي؟

دواړه خواوی به داسی فکر کوي چی افغانان دي،له سياسته سره سم بلد نه دي،په عمل چی هر څه کوي خو فقط خوله ورته سمه خوزوه،خو دغه نيمګړی سياستوال په دی نه پوهيږی،چی اوس ستاسو دغه مداري سياستونه افغانان بيا نه شي دوکه کولای،ځکه له يو سوړي دوه ځل ځان چيچل حماقت دی،

بس ناشنا لوبه روانه ده،افغانستان دسخت خطر سره مخ دی،له دغه راپيښو حالاتو داسی معلوميږي چي هيواد مو تر ډيره بي رئيس جمهوره پاتی شي،او امريکا همداسی غواړي چي افغانان خپلو کی سره اخته کړي،او دوي تری روغ رمټ پښي راسپکی کړي،او صحيح حکومت جوړول يو خوب ليدل دي.

له هغه بل زوروره راتيريږو،ځکه چی په هغی باندی بحث ته ضرورت نشته، په دی بل غږيږو:دپښتو او دپياړی برنامی پر سر چی کوم سياسي مداري ته رايی ورکړل شوي،چيرته لاړی؟ځاي يی ونيو او که نه؟ څه چی يی ويل رشتيا شول؟ څه مو چی تری غوښتل ومنل شول؟له څه لپاره مو چی ورته هلی ځلی کولی پايلی يی څه شوی؟په اخر کی له کوم برخليک سره مخ شوئ؟دداسی برخليک طمعه مو درلوده چی زمونږ دبی خوبئ او شبګيرو بدل به دوکه،خيانت،او سياسی منتری وي؟؟؟

په کومو تسپو چی يی مداريتوب کاوه او رښتينی او ساده عوام اولس يی پری دوکه کاوه،پرون يی بادار هم په لاسونو کی لوبولی،ريشخند يی پري واهه، افغان اولس ته يی دحال او عمل په بڼه ويل:کومو تسپو ته مو چی اوټونه او رايی ورکړی نن ماسره دي،دغه عمل افغانانو ته دکم عقلئ او ناخبرئ پيغور ورکوي.

هغه چاچی دتسپو والاو په سر يی خپل سر له لاسه ورکړ،شپی ورځی يی پري ضایع کړی،ځان يی ستړی کړ،مدافع وکيل يی له ځانه جوړ کړی ؤ،وهل او ډبول يی خوړلی،نن يی څه وليدل؟ ايا دداسی څه ليدلو خوبونه قدری يی هم ليدل؟ دوي خو دتسپو خاوند داسی مرحلی ته رسولای ؤ،چي بالکل معصوم او خطايی تری ناممکنه ده،

خو خبر نه ؤ،چی دوي سیاسي مداريان دي،اولس اخلي او خرڅوی يی،ځانونه هم په نورو پلوري،داولس په غم کی نه دي،ژوند فقط پيسی اوخپله ګټه بولي،اولس دځان لپاره استعمالوي،نه داچی ځان داولس لپاره استعمالوي.

دسټيجونو په سر په وچ ستونی په کړس کړس خندا يی ډیری افغانان دوير په ټغر کينول،افغانان يی په خپل مينځ کی سره په جنګ کړل، دده په سر بعضو وژل شوو تعزيی ته ورتګ هم سنمبوليک او دځان اشتهار او رايی اخيستنی او تصوير اخيستنی لپاره ؤ او بس،نه دخواخوږئ لپاره.

مونږ چی داول سر نه په داسی خبرو دوکه کيدل حماقت باله،دتسپو خاوند باندی دمينو لخوا دسخت غبرګون،ښکنځلو سره مخ شو،او آن ترکفره ورسيدو، بار بار مو دخپل توان هومره اواز اوچت کړ،چی دوي په سر کی سره يو دي،خبری يی له يادو ياده کړی،فقط دطوطي منتر دی عملي بڼه نه لري،چی دوکه پری نه شئ،خو بي شميره اوازونه به تر غوږو راورسيدی،چي وطن ستاسو له خوا وران شوی،وطن جوړولو ته نه پريږدئ،دغه کس ښه برنامه لري،اوس چی دغسی کس مونږ له په ګوتو راغلی په خلاف مو ورله خبری شروع کړی.

خو نن يی په خپلو سترګو هر څه وليدل،چی مونږ رشتيا ويل او که دوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ياد لرئ:په هغه چا کی چی ايمان نه وي هغه په خپل دريځ هيڅکله ثابت نه شي پاتی کيدلای،فقط ايماني قوت کولای شي چی انسان ثابت قدمه او په خپله ژمنه يی ثابت پاتی کړي،بی ايمانی انسان له شرم او شرمندګئ سره مخ کوي،اولس پری بي اعتماده کوي،هغه څه چی داولس په ګټه کيږي،فقط ايمان دغه داولس ګټه حقيقی ګټه ښودلای شي،نه دميز ډبونه او خلک راغونډونه،او نه زندباد او مردباد،او نه داواز خرابول،او نه جعلي غصه او شکل خرابول،او نه هوائی لاپی شاپی.

پرون يی شپه او ورځ نه کتله،هر چا سره خبرو ته تيار ؤ،نن خپلی شرمندګئ له خبرو ويستلی،لکه دقرضداري په يو ځاي او بل ځاي پټيږي،اولس ته هيڅ قسم ځواب نه لري،او نه به يی ولرلای شي،ژبه يی بنده ده،ستونی يی وچ ده،رنګ يی ژيړ شوی،خبری تری غلطيږي،په خبرو کی بند بند کيږي،په بوتلو بوتلو اوبو څکلو سره خپلی خبری مخ په وړاندی بيايی،ولی؟ ځکه پرون ټولی هغه خبری کيدلی چی ورته ښودل شوی وي،او مخکی نه يی له يادو زده کړی وي،تاريخونه او ورځی يی ورسره هم ښی درستی يادی کړی وي،خو نن يی هر څه هير دي،خبری تری هيری دي،له رسنيو پټ دی،فقط جعلي خبری یی پر ليکلی بڼه تر فيسبوکه محدودی دي،او بس. خو کيدای شي ددی لپاره غلی وي چی بيا به سره ناست وي ،ادبي ماهرين به يی راجمع کړي وي،او دنورو دوکه کونکو او جاوګرانه خبرو په جوړولو به بوخت وي، خو فکر نه کوم چی بيا به ورباندی افغانان ځانونه دوکه کړي، او که بيا پری افغانان اعتماد کوي،نو دغه به لوي حماقت او بدبختي وي،ځکه سياسی خلک تر عمل مخکی خرڅلاو ته وړاندی کيږي،او په اخره کی خرڅيږي،تر بيا مو الله مل شه.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د