افغانستان

د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ورځ تر بلې زیاتیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۱ل):  د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د  ‎وسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۲ زره ۸۰۵ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د وسپنې پټلۍ ادارې د خبرپاڼې له مخې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۴ زره ۶۴۶ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵ زره ۷۲ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳ زره ۸۷ ټنه واردات چې ټولټال ۱۱۲ زره ۵۳۹ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۲۶۶ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

یاده اداره زیاتوي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې چې افغان حکومت په پام کې لري چې  د سپین بولدک-چمن تر منځ د وسپنې پټلۍ جوړه کړي او د خواف-هرات تر منځ د وسپنې پټلۍ د بیارغونې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي دي او تمه ده چې ډير زر به د افغانستان او ایران تر منځ انتقالات د دغې لارې هم پیل شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د روان کال د تلې میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۸۹ زره ۷۶۷ ټنه انتقالات ترسره شوي چې له دې جملې څخه ۳۸۵ زره ۸۷۱ ټنه یې واردات او ۳ زره ۸۹۶ ټنه نور یې صادرات دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx