نړۍ

ایران ولسمشر: د امریکا له خوا د ایران د بې ثباتۍ هڅې خنثا شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ لړم ۱۴۰۱): د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي امریکا د ایران په کورنیو چارو کې په مداخلې او د بې ثباتۍ په رامنځته کولوتورنه کړې او ویلي دي چې د امریکا دغه هڅې یې خنثا کړي دي.

د ایران جمهور رئیس د ایران وروستي لاریونو ته په اشارې وویل چې امریکا په دې هڅه کې وه چې له ایران څخه سوریه او عراق جوړ کړي خو دا هڅې یېشنډې شوي دي.

هغه وویل چې اعتراض او اغتشاش فرق لري او هغه څوک چې نا امني ایجادوي جدي برخورد به ورسره وشي.

ایران کې د شاوخوا دوه میاشتو راهیسې د حاکم رژیم پر خلاف لاریونونه روان دي.

دغه لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې د ایران امربالمعروف ونهی عن المنکر ادارې د مهسا امیني په نوم یوه جلۍ د حجاب نه په سرولو له کبله ونیوله اووروسته هغه په توقیف خانه کې مړه شوه.

د ایران حکومت ویل چې مهسا امیني د زړه د حملې له کبله په توقیف خانه کې مړه شوې خو لاریون کوونکو ادعا کوله چې نوموړې تر شکنجې لاندې وژلشوې ده.

د ایران په وروستیو لاریونونو کې ۳۸ ایراني ځواکونه او ۳۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

همدا راز ایراني پولیس تر ۱۴زره پورته کسان نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx