افغانستان

صنعت او سوداګرۍ وزارت؛ بهر ته د افغان توکو صادراتو کې زیاتوالی راغلی

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۱ل ): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د تیرو اوو ۷ میاشتو په موده کې یې د یو میلیارد امریکایي ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

له یاد وزارت څخه د نشر شوي راپور په اساس یاد توکي‌ دریو ګاونډیو هیوادونو هندوستان، پاکستان او تاجکستان ته صادر شوي دي.

همدارنګه د یاد وزارت د چارواکو له قوله، هڅه کیږي‌ چې خپل صادرات د هوا او ځمکي له لاري د نړۍ بیلابیلو مارکیټونو ته ورسوي.

د یاد وزارت مسؤلین وایي چې که صادرات یې همداسي‌ روان وي، اټکل کیږي‌ چې د کال تر پایه د صادراتو کچه دوه میلیارده ډالرو ته پورته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx