افغانستان

جنرال عبدالرازق استعفا ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له خپلې دندې استعفا ورکولو ته اړ ایستل شوی دی.

جنرال عبدالرازق چې ویل کېږي اوس مهال په کابل کې دی، ډير ژر به استعفا وړاندې کړي.

د کندهار امنیه قومندان چې په کندهار کې یې د ماموریت له پیل سره جوخت خپلسرۍ پیل کړې وې، په دې وروستیو کې خپلو عسکرو ته امر کړی و، چې طالبان دې له محکمې پرته وژني.

د طالب بندیانو د سمدستي وژنې امر یې په عامو خلکو کې نفرت او کرکه را پارولې وه او داسې هم ویل کېږي، چې ان په خپله قبیله کې یې هم ولسي ملاتړ خورا زیانمن شوی.

په جنرال عبدالرازق اڅکزي تور دی چې د کندهار ولایت د ریګستان امنیه قوماندان يې وژلی او همدا راز د حشمت کرزي په وژنه کې یې لاس درلود.

حشمت کرزی د اختر په دوهمه په خپل کور کې په یوه برید کې ووژل شو.

د جنرال عبدالرازق د استعفا ورکولو په اړه تر دې مهاله د کورنیو چارو وزارت او د کندهار ولایت امنیتي چارواکو څه نه دي ویلي.

شننونکي وايي چې جنرال عبدالرزاق د حشمت کرزي په وژنه تورن دی او شاید له همدې امله د کرزیانو کورنۍ په دولت فشار اچولی وي او نوموړی یې استعفا ورکولو ته مجبور کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x