افغانستان

سوداګرۍ وزارت؛ د افغان سوداګرو میرمنو د سوداګرۍ او صنایع خونه بیرته پرانیستل شوه

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۱ل )‌: د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خپرې کړې اعلامیې له لاري وایي چې د افغان سوداګرو مېرمنو، د محصولاتو او تولیداتو لپاره د بازار پیدا کولو او د هغوی د ملاتړ په موخه یې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه بیرته پرانیسته.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایع خوني په پرانیستل کیدو سره به افغان مېرمني د خپلو محصولاتو او تولیداتو د نندارتونونو له لاري خپل او د افغانستان اقتصاد لا هم په حرکت راولي.

اعلامیه زیاتوي‌ چې د سوداګرۍ او صنایع وزارت د اقتصادي کمېسیون په ملاتړ هڅه وکړه چې د سوداګرو او متشبثو مېرمنو فعالیتونه منظم کړي.

د دې وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په مرکز کابل او ولایتونو کې سوداګري او متشبثي  میرمني کولای شي چې خپل سوداګریز فعالیتونه د دې خوني له لاري منظم او بیرته فعال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx