افغانستان

کابل امنیه قومنداني: په نشه يي توکو معتادې ښځې مو روغتون ته لیږدولي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۱۶ لړم، ۱۴۰۱ل): د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې مدیریت يې په کابل ښار کې په نشه يي توکو روږدو پسې عملیات پیل کړي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي دي چې دغه عملیات یې د کابل ۱۵۰ بستریز روغتون پۀ همکارۍ پرون سهار  پیل کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د دغه عملیاتو هدف د کابل پۀ بېلابیلو سیمو کې  ښځینه روږدي موندل او بیا يې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول دي.

ځدران د معلوماتو له مخې د یادو عملیاتو په پایله کې یې تر دې دمه د شپږمې حوزې اړوند پل سوخته پله لاندې اته تنه روږدې مېرمنې وموندل شوې او روغتون ته یې ولېږدولې.

د یادونې وړ ده، چې د امنیه قومندانۍ یاد مدیریت په تېر یو کال کې د ځوانانو، ښځو او ماشومانو په ګډون د نږدې ۱۴ زرو تنو درملنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx