افغانستان

جلال اباد او لغمان کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې جلال اباد ښار کې د پوليسو پر يو رينجر چاودنه وشوه.

عيني شاهدان وايي، چې شېبه مخکې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې سره پر چهل متره سرک د پوليسو پر يو رينجر د چاودنې له امله څو تنه پوليس يې ټپيان ليدلي، چې روغتون ته لېږدول کيدل.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل پلو، د لغمان بادپښ کې يوې چاودنې اوو اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د لغمان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې بادپښ ولسوالۍ تور راغه ډاګ ته څېرمه د اربکيانو پر يو رينجر د چاودنې له امله د پوستې د قومندان په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وویل، چې نوموړې پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې شوې او دوی په دې اړه خپلې پلټنې پيل کړي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x