افغانستان

د بشرپاله مرستو په دوام دا ځل د ۴۰ میلیون ډالرو نغده کڅوړه افغانستان ته راورسېده

 

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۶لړم، ۱۴۰۱ل ): د افغانستان بانک څخه په نشر شوي راپور کې ویل شوي‌ چې د مرستندویه هیوادونو د بشرپاله مرستو په دوام دا ځل د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو په اندازه نغده کڅوړه افغانستان ته را ورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

په راپور کې راغلي‌ چې د افغانستان بانک هیواد ته له قانوني او اصولي‌ لارو د اسعارو له راتګ څخه هرکلی کوي‌ او د نړیوالي ټولني‌ له مرستو څخه د منني ترڅنګ له دوی څخه غواړ‌ي چې خپلي مرستي د بانکي سکتور له لاري ترسره کړي‌.

راپور زیاتوي چې د افغانستان بانک د هیواد په مالي او بانکي‌ سکتور د څارونکي‌ بنسټ په توګه تل هڅه کړې چې له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکي ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx