افغانستان

پاکستان کې د کراچۍ ښار له زندانونو څخه ۳۰ تنه افغان بندیان آزاد شول

 

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۱ل ): د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت نن د سه شنبې په ورځ ویلي چې یاد ۳۰ تنه افغان بندیان چې په کراچۍ کې د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي‌ او زنداني شوي ول، د تېری شنبې په ورځ د کراچۍ ښار د عدلیې او قضایي ارګانونو سره د افغانستان اسلامي‌ امارت جنرال قونسلګرۍ د پرلپسې هڅو او تماسونو په پایله کې آزاد او هیواد ته ولېږدول شول.

د یادولو ده چې دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندي په کراچۍ کې د ۳۰۰ افغان کډوالو د بندي کېدو خبرونو نشرولو سره سم د افغانستان اسلامي‌امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ټویټر پاڼه نشر کړي وه چې د یادو بندیانو د را خوشي کولو په اړه جدي هڅي پیل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx