شعـــــرونه

تاريخه دلته د عمر غوندې يو ځوان پروت دی/ذاکر مهاجر

ذاکر مهاجر

تاريخه دلته د عمر غوندې يو ځوان پروت دی
دلته د برم او د عزم لوی اسمان پروت دی

سور غره! بخت دې مبارک شه بيا د غرونو مير شوې
چې په لمن کې دې کامل ولي انسان پروت دی

د ميرويس خان د ننګ شمله د ابدالي تورې شرنګ
د همتو او غيرتو پوره داستان پروت دی

ای لارويو ګورئ دلته په ادب تېرېږئ
د څو دورو جهادو ستړی قومندان پروت دی

د مومنانو د زړه سر د غزا ګانو امير
دلته د ډېرو ماتو هيلو ترجمان پروت دی

د ګران هېواد د آزادۍ ملي رښتينی اتل
د استقلال او خپلواکۍ يو ستر جهان پروت دی

چې نړيوال کفر يې مات کړ د الله په مرسته
ذاکره دلته د سپېڅلي ايمان کان پروت دی

ذاکر مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

ذاکر مهاجر وروره، يوه نړي مننه.
ډير ښايسته شعرمو ليکلي، په قلم مو برکت شه.
په رښتيا چه دغه ټول اوصاف په مرحوم ملا محمدعمر مجاهد کي ول. الله د جنت الفردوس ځاي کړي. روح دښاده وي او يادد گرامي
وي. قربان دي شم مهاجر صاحب.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx