نظــر

فدراليزم

مولوي عبدالسلام ضعیف

زه ددې طرحې په اړه کومه اندیښنه نلرم ځکه چې غیزعملي طرحه ده فقط وضاحت اوخپل نظر او معلومات شریکوم.
د فډرالیزم فکره یوه بهرنی طرحه ده چې د مکمل احتلال په ناکامۍ کې د دوی لپاره نسبي نفوذ پاته سي او د بیا لپاره د منافعو، منابعو په سر اختلاف او نفاق ته لمن ووهل سي او د ضرورت په وخت کې ځینې استفاده وسي، حقیقت دادی چې دا نسخه د افغانانو درد نه دوا کوي بلکه هغوی داختلاف افتراق طرفته بیایي.

د فدراليزم فکره په دوه زره یولس میلادي کال کې د جرمنيانو لخوا د برلین ښار په فدرالي سفارت( embassy of freedom ) کې افغانانو ته وړاندې سوه چې باالاتفاق رد سوه اوس هم د ځینې کړیو لخوا ورته کمپاین کیږي.
فدراليزم غیر عملي طرحه ده.
افغانان ویشلی قوم نه دی او نه هم په یوه خاصه جغرافیه کې جلا ملتونه پراته دي چې هرڅه یې بیل او توپبر ولري ددې هیواد په جغرافیه کې ټوله افغانان ګډ او مکس ژوند لري، دوستي او قرابتونه لري او منافع یې سره تړلي او مشترک دي، د افغانستان په هر ګوټ کې اکثره ملتونه سته، له بدخشانه تر هراته، له مزاره تر کندهاره په هر ولایت کې پښتانه، تاجک، هزاره، بلوڅ، ازبک او نور ملتونه پراته دي، د دوی بیلول او ویشل د امکان خبره نه ده.

بهرنۍ پروژې:
پوهیږم ځیني خلک مجبوری لري، باید د رزق وسیله برابره کړي، یا د فشار یاهم دنورو موخو لپاره ځانونه مطرح او بیا پروژي واخلي یوڅه به خود کوي،هم دادفډرالیزم دطرحي هدف او نچوړ دی البته دافغانانو لپاره.
خو زما توصیه ورته داده چې په داسې منفي او غیر عملي پردیو طرحو باندې نور هم د نفرت کندو ته لویږي ښه به دا وي چې مثبت سوچ وکړي او د خپل ځانونو سره منصفانه قضاوت وکړي او بیا د وس مطابق مثبت لور ته ولاړ سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx