افغانستان

د نوي چاپ شویو افغانۍ بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ لړم ۲۰۲۲): د افغانستان بانک مطبوعاتي مسوولین وايي چې د نویو چاپ شویو افغانۍ بانکنوټونو لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده.

دغه بانکنوټونه له یوې اوږدې راهیسې یوې پولنډي شرکت چاپ کړي وو خو پر افغانستان د امریکا د مالي بندیزونو له کبله یې انتقال کابل ته درول شوی و.

څه موده وړاندې افغان حکومت له امریکايي لوري سره پر یادې موضوع خبرې اترې وکړې چې په پایله کې امریکا دغې مالي راکړې ورکړې ته اجازه ورکړه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د دغې مالي ورکړې تایید وکړ.

د نوي افغانۍ بانکنوټونو افغانستان ته په رارسېدو سره به له بازار څخه زاړه او شکېدلي بانکنوټونه ټول او وسوځول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لعل محمد

شہ شہ خبرونہ

لعل محمد

افغانستان میں

20221109_000737.jpg
Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx