افغانستان

ناڅرګندو وسله والو د شیرزي د کمپاین مشر وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه، ۱‍۳۹۳ل): نامعلومو وسله والو د ولسمشریزو ټاکنو پخواني نوماند ګل اغا شیرزي د کمپاین مشر عبدالمالک وژلی.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن پنجشنبه رسنیو ته لېږل شوې، ویل شوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو پخواني

نوماند ګل اغا شیرزي د کمپاین مشر د نامالومو وسله والو له خوا د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې وژل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي چې وسله وال په موټر سایکل سپاره وه او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د خبرپاڼې په وینا د شیرزي د کمپاین مشر عبدالملک د ناوې ولسوالۍ د یوې ټولنیزې شورا غړی هم و.

ددغې شورا رییس حاجي جمعه ګل ویلي چې نوموړي له چا سره دښمني نه درلودله خو شاید د مرګ لامل یې ددغې شورا غړیتوب وی.

تر دې مهاله د برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د پېښې څېړنې روانې دي او افغان امنیتي ځواکونو د عاملینو پيدا لټون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x