افغانستان

المان ته ناروغ ماشومان د درملني لپاره لېږل کیږي

 

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۱۸لړم، ۱۴۰۱ل ): د افغاني سرې میاشتي ټولني په هڅو او همکارۍ، د المان ( سولې کلي) نړیوال خیریه بنسټ غواړي چې ۵۴ افغان ماشومان د درملني لپاره یاد هیواد ته ولېږي.

همدارنګه یاد بنسټ غواړي چې هغه ۶۸ هغه ماشومان چې تر دې وړاندي یاد هیواد ته د درملني په موخه لېږل شوي‌ وه، د لړم میاشتي په ۱۹ مه نېټه بیرته افغانستان ته را ستانه کړي.

یاد بنسټ له افغاني سرې میاشتي سره په ګډه د هغو ماشومانو درملنه کوي چې د هډوکو په ناروغیو اخته وي‌ او یا سخت سوځېدلي وي‌ او هم یې عمرونه له یوه کال څخه تر ۱۱یوولسو کلونو پوري وي.

یاد ماشومان په کال کې دوه ځله د وړیا درملني‌ په موخه المان هیواد ته لېږل کیږي‌ او له درملني وروسته بیرته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.

د یادولو ده چې یاد خیریه بنسټ تر دې مهاله څه د پاسه ۴۷۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده او ترڅنګ یې هغه کورنۍ چې ماشومان یې د دې خیریه بنسټ لخوا تداوي شوي دي، د دې بنسټ له هڅو څخه خوښ‌ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx