
خالق یار احمدزی
د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه څه باندې یو کال تیریږي، خو په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، رغنیزو او نورو برخو کې یې دومره پرمختګونه کړي، چې تیرې ادارې له ټول نړیوال مالي سپانسر سربیره، په شلو کلونو کې ترسره نه شو کړای.
دا چې حکومت په کومه برخه کې لاسته راوړنې لري، کچه او ارزښت یې څومره ده ، دلته یې واضح کوو.
درنو لوستونکو! اسلامي امارت که څه هم د انتخاباتو له لارې نه وه راغلی او نه یې ملت ته د بریا لپاره شعاریزې ژمنې ورکړې وې؛ خو وتوانیده، چې خپله لومړۍ کلیزه په داسې حال کې ولمانځي، چې هم یې ملت ته خپل ریښتینی عزم پوره کړي، هم یې نړیوالو ته سر خم نه کړ او هم یې د استقلال داعیه تر سوال لاندې را نه وستله.
په بهرني سیاست کې: حکومت د نړیوالو هر ډول فشار ومانه، د ملل متحد د څوکۍ د نه ورکړې ترڅنګ، د تیرې ادارې ګمارل شویو سفیرانو په خپلو سفارتونو کې ځیل ته دوام ورکړ؛ خو د «ټولشموله» په نامه یې خپل حکومت کې د غلو، کرایي قاتلینو او مفسدو کړیو د ګمارنې په برخه کې د چا فرمایشي غوښتنه ونه منله؛ دغه راز یې د بهرمیشتو افغانانو وخت پر وخت پوښتنې ترڅنګ د تښتیدلو د بیاراستنیدو پروسه پیل او په عدم رسمیت کې یې، نړیوال رسمي ناستو ته اړ ایستل.
له ګاونډیو سره تعامل یې د یوه خپلواک هیواد په توګه د دوه اړخیزه ګټو د خوندیتابه په رڼا کې مخته یووړ او هغوی ته ور پیښو اندیښنو ته یې په سیستماتیکه بڼه د حل ځواب ووایه.
داخلي برخه: اسلامي امارت وتوانیده، په کوردننه ټول ادارات فعال وساتي،په هیواد کې د شریرو عناصرو د شومو هڅو مخه ونیسي، د جنایي پیښو ګراف را کم او د مخدره توکو د کارونې، کښت او قاچاق مخه ډب کړي.
اسلامي امارت د ۵۰۰زره پخوانیو مامورینو د مالي امتیازاتو تر څنګ لسګونه زره نور مامورین او پوځیان په دندو وګمارل.
پوځي خلا یې له خپلو سرتیرو ډکه او د څه باندې ۱۰۰زره ملي پوځ، ۱۰۰زره پولیسو او په لسګونو زره استخباراتي ځواکونو پر مسلکي روزنه او ګمارنه سربیره یې د تیرې ادارې په کار پوه او مسلکي اشخاص هم بیرته خپلو دندو ته راوبلل.
په زراعتي برخه کې: د قوشتیپې د کانال سربیره یې په ټول هیواد کې د میلیونونو نیالګیو د کینولو، د غرنیزو ونو بوټو د قاچاق د مخنیوي، د لسګونو سربندونو، کانالونو او کاریزونو د بیا رغولو او احیاء او دغه راز یې د هیواد میلیونونو وګړو ته د مختلفو حاصلاتو تخمونه او نور مواد په کمال شفافیت سره ورسول.
په رغنیزه برخه کې: پر پلازمینه سربیره، مختلفو ولایتونو کې د زرګونه کیلو متره سړکونو د رغولو، د ښاري پراختیا د پروژو د پلې کیدو، د لمنځه تللو دولتي ودانیو د بیا آبادولو او نورو مختلفو حیاتي رغنیزو پروژو تر څنګ یې خلکو ته د آبادي په برخه کې هم کاري زمینې برابرې کړې او هم یې سهولوتونه رامنځته کړل.
مخابراتي او ترانسپورتي برخه کې: اسلامي امارت وتوانیده، ټولې مخابراتي شبکې نه یواځې فعالې وساتي، بلکې د پوښښ ساحه یې د هیواد محرومو لرې پرتو سیمو ته هم وغځوي؛ ددې ترڅنګ، د سعودي عربستان سربیره چې د حج پروسې لپاره د زرګونو حاجیانو د انتقال بهیر په بریالیتوب سره، ترسره شو، له مختلفو هیوادونو سره هوایي لارې پرانیستې وساتل شوې،د تیرې ادارې د منسوبینو لخوا ګڼې ویجاړې چورلکې، الوتکې او نور وسایط ورغول شول؛ دغه راز وصلیدونکې ترانسپورتي لارې هم فعالې او په ټوله کې یې وړ خدمات رامنځته کړل.
د احصایې او رسنیو برخه:
اسلامي امارت وتوانیده، تیر یوه کال کې په میلیونونو کسانو ته بریښنایي تذکرې توزیع کړي، د پاسپورت د ویش چارې هم تر ډیره بریالۍ وې او په سلګونو زره کسانو ته ورسول شول؛ دغه راز ټولې آزادې رسنۍ چې له بهر څخه نه تمویلیدلې او منشاء یې یوناما یا نور مؤسسات نه وه، په خپل بې پرېتوب پاتې شول؛ دولتي چاپي او انځوریزو رسنیو هم بې وقفې نشرات وړاندې او د هیواد روڼ تصویر یې نړیوالو ته وړاندې کړ.
سوداګریزه برخه: افغانستان د لومړي ځل لپاره وتوانیده، چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د یو میلیارد او ۸۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي، چې د هېواد د سوداګرۍ په تاریخ کې یو بې ساری ګام دی.
روغتیا او د زدکړو برخه:
اسلامي امارت د هیواد ټولو لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي برخې چوپړونه ورسول، د هیوادوالو لپاره یې په دغه برخه کې لوی سهولتونه رامنځته او ټولې هغه ستونزې چې په تیره اداره کې د روغتیا سکتور درلودې، لمنځه یووړل شوې.
دغه راز د زدکړو او تعلیمي بهیر برخه هم د هیواد ټولو محرومو سیمو کې فعاله وساتل شوه او د نجونو د زدکړو ستونزه هم تر شپږم ټولګي پورې حل وه.
د مرستو ویش: نړیوالو د بشر دوستي تر عنوان لاندې له افغانانو سره تر یومیلیارد ډالرو زیاته مرسته د مختلفو مؤسساتو په مټ ترسره کړه، چې اسلامي امارت وتوانیده، دا بهیر په بشپړ شفافیت سره سم مدیریت کړي.
اسلامي امارت په ټوله کې وتوانیده د هیواد ناسور زخمونو ته وړ ملهم پیدا کړي، که په هره برخه کې لویې، وړې ستونزې وې، د ژمنو مشرانو لخوا ورته د حل لار پیدا شوې او تر ډیره پورې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی دی.
داچې اسلامي امارت له نظامي او سیاسي استقلال وروسته د هیواد اقتصادي خپلواکي ګټلو ته ملاتړلې نو په یو کلن ګړندي مزل کې یې، هغه مسیر طی کړی، چې تیرو لسیزو کې هیڅ یوه حکومت نه وه ترسره کړی.
راځئ په یوه غږ له خپل نوي اسلامي نظام سره ودریږو، ننګه یې وکړو او د دښمنانو پر وړاندې یې قوي مبارزې ته کار ووایو…
وماعلینا الاالبلاغ المبین
د پخوانې مافيايي پرديپاله، جاسوسه او منفوره اداره د اشغال ګرو له خوا د اشغال ګرو د ګټو لپاره جوړه شوې وه چې هدف يې لوټمار او تالان وو نه د افغانستان او افغانانو ابادى او ښيرازى. الحمدلله اسلامي امارت او د اسلامى امارت مجاهدين خاص د الله تعالى په نصرت او د الله تعالى د رضا لپاره د خپلو ملي او اسلامي ګټو د تامین ضامن دئ. نو همدا وجه ده چې په دغه يو کال کې يې د قدر وړ لاسته راوړنې لري.
په دی نه ارزیده چی دمره یی قیمته خرڅوی ، یا ړوند یی یا اغراق کوونکی !