ټولنیزه برخه

د اسلام د لارې مخلصو مبارزينو ته!

جواد مجاهد

د اسلام د لارې مخلصو مبارزينو!
السلام عليکم…
ستړي مشئ.
“اسلام د تسامح دين دی. که اصول او فروع ټول وڅيړو او د رګونو حيثيت ورکړو نو اخلاص به يې د وينې مثال ولري چې په هر رګ کې يې ځغلي او د مؤمن ايمان سالم ساتي. زه له تاسو ټولو محترمو قلموالو څخه هيله لرم تر څو د حق آواز کماحقه پورته کړئ. د کفارو، مستشرقينو او له فکري جګړې څخه د متأثره اذهانو اعتراضونو ته مدلل ځوابونه ولټوئ او تر څومره مو چې وسه وي، خپاره يې کړئ.”

د متن له پيل څخه (اسلام د تسامح دين دی) د متن تر پايه (خپاره يې کړئ) پورې څو نقطو ته اشاره وشوه:

۱- تسامح
۲- اخلاص
۳- د ايمان ساتنه
۴- فکري رغونه
۵- د مبارزې او دعوت کړنلاره

ددې پنځو محکمو اصولو په پام کې نيولو سره موږ د [اغېزناک دعوت] پايلې ته رسېږو؛ هغه پايله چې لپاره يې بې دریغه قربانۍ ورکړل شوې او ګڼې ککرۍ يې په لاره کې شيندل شوې دي؛ الله دې يې قبولې کړي.

بناء:
په ټولنيزو رسنيو کې کښل شوې کرښې او ليکنې بابېزه مه ګڼئ. که اخلاص درسره ملګری کړئ نو هر توری به مو د نيکيو تله درنه کړي او ممکن د ډيرو لار ورکو د هدايت سبب وګرځي، ان شاء الله.

د خپلو همفکره ملګرو سره يو شئ، دا صف متحد وساتئ او پخپل منځي شخړو کې له ښکیلتیا څخه د باطل پر وړاندې مبارزې ته ترجيح ورکړئ. موږ نه پوهېږو چې څه وخت او څرنګه به خپل رب ته بيرته ستنېږو، ځکه خو:
[اخلاص مه هيروئ.]

تسامح: د ښو اخلاقو يوه برخه ده چې په معاملاتو او د ژوند په ښکته پورته کږليچونو کې د نرمۍ اختيارولو او بدي په ښيګڼې باندې دفع کولو ته ويل کېږي.

– جواد مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx