نړۍ

المغرب هیواد په پلازمینه مراکش کي چاودني ګڼ شمېر بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې

marakash_blastنن ټکی اسیا: تیره ورځ د ماپښين د المغرب په پلازمینه مراکش کي چاودني د ۱۱ بهرني سیاحانو په ګډون ۱۴ کسه ووژل.

چاودنه د مراکش ښار په منځ کي په یو مشهوره سیاحتي سیمه کي را منځته سوله چیري چي اکثره سیاحان استوګنه کوي، او د لیدو لپاره ورځي.

که څه هم رسمي سرچینو ویلي چي په چاودنه کي ګڼ شمیر سیاحان د مختلفو هیوادونو وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو تر اوسه صرف د ۶ فرنسویانو به اړه ویل شوي چي په دغه پيښه کي وژل شوي دي، څلور مغربیان او پاته د نورو هیوادونو ښودل شوي دي.

عیني شاهدانو په تلیفوني تماس کي د رسینو سره ویلي چي پيښه د چایو او چلم په یوه هوټل کي را منځته سوله، او د چاودني له امله چي ګڼ شمېر بهرنیان په کښي ناست وه، د عمارت لومړی منزل په بشپړه توګه تخریب شوی دی.

یوې بلي رسمي سرچیني ویلي چي په پيښه کي ګڼ شمیر بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې په ګوته نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x