
د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د پولیسو چلند ناوړه بللی او د نه تکرار غوښتنه یې کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹لړم، ۱۴۰۱ل ): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې، په ځانګړي ډول په سند ایالت کی او د تګ راتګ پر لارو باندي د پاکستاني پولیسو لخوا د افغانانو سره ناوړه چلند کیږي، چې دوی دا عمل په کلکو ټکو غندي او د بیا نه تکرار غوښتنه یې کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.
پاکستان د افغانستان یو نژدې او داسې ګاونډی هیواد دی چې دواړه ولسونه یې د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور ترڅنګ
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) November 10, 2022
په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.
اعلامیه زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت، همداسي په پاکستان کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو تل هڅه کړی چې د دیپلوماتیکو لارو پر پاکستاني چارواکو غږ وکړي چې د افغان مهاجرینو حقوقو ته درناوی وشي، د میشتو افغانانو سره ناوړه چلند پای ومومي او د یوه مسلمان او ورور هیواد په توګه د افغانانو ښه کوربه توب وشي.
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي، هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربهتوب وکړي.
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) November 10, 2022
د کراچي د کونسلګري څخه نن ټکی اسیا ته په رسیدلیو معلوماتو کې ویل شوي چې یوازی د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې په کراچي او حیدراباد ښار کې ۱۲۶۸ افغانان نیول شوي دي، چې د هغو څخه یې ۵۸۳ تنه ماشومان او ښځي دي او د کراچي په مختلفو زندانونو کې اوس پراته دي.
بیانزی او غوربندی صاحبان به همیشه ماسره په جنګ کی ول، اوس څه حال لری دا د امارت مدافعین لکه چی ډیر مصروف هر یوه ته یی وزارت ورکړی. زه خو په والله شرمیږم پدی اسلامی حکومت چی هر څه ضد د اسلام دی. نه پکی حدود شته نه قصاص. قاچاقبری په جګه سطحه په درز کی روانه ده، په وزارتونو کی د پخواننیو مدیرانو په وسیله هر ملا د دویم او دریم واده لپاره پیسی ګټی نه د یتیمانو کسیه کی څوک دی نه هم د غریبانو او معیوبینو په کیسه کی. بس یوم البدتر دی ـ
طوطي صاحب الحمدلله چې د الله تعالی په نصرت سره اشغالګران ووتل او کورني مفسد ګوډاګیان یې هم تش نس او فراري شول،، ووایه الحمدلله
د بهرنیانو له وتلو وروسته له هېڅ افغان سره دښمني پالل د عقل تقاضا نه ده،، حتی د اشغال په موده کې ستاسو مواقف او نیوکې په مطلق ډول مردود نه وو،، بلکه الویت مو هېر کړی وو،،، اوس ددې وخت رارسیدلی چې په سازنده او مثبتو نیوکو د خپلواک نظام په معیاري کولو کې زیار وباسو.
زه هم شته یم بیانزی صاحب هم شته دی او تاسو ته هرکلی او ښه راغلاست وایو
د جاهل رفاقت شرمندګي او سر ټيټي وي ! عوام وایې د خره مینه لغته وي ! دغو مذهبی منافقینو د انسانانو د پوهې دروازې وتړلې او سنت په ځای کوي ! له داسې دینه توبه چې د انسان حق خوري !