شعـــــرونه

اوومه فی البدیه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

(دګلبڼ اونېزه مشاعره) تر سر لیک لاندې پۀ یوه شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

بیت!
ورکه شي سپوږمۍ پـۀ مسلسل کتو
ډېره چې ښکلا شي ښکلا نه ښکاري
اروا ښاد حمزه بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه چې انځورګر احساس ته ځیر شمه
ساز زرزري کیف شي،رڼا نه ښکاري؟
ثاقب خپلواک

ته چې ولاړې توره تاريکه شوله
لمر دورځي وي خوبيګانه ښکاري
م هاشم ذاکر مهاجر

مينه چې سپېڅلې شي غښتلې شي
دې ميين ته مرګ هم سزا نه ښکاري
اکرام الدین مفتون

ستا د بېلتون شپو په مخه کړی يم
تکه سپينه ورځ وي رڼا نۀ ښکاري
شفاعت ریحان

څۀ چې فراهت پۀ نوم د مینې شي
بیا پکې لحاظ دۀ حیا نۀ ښکاري
سباؤن ریحان

سیوری دې په مخ د زلفو پاتې دی
لا د هجر شپه ده، سبا نه ښکاري
مهاجر ذاهد ساپی

سم نيمی خبرې يې مطلب نشي
دغه وروستی حد د حیا نۀ ښکاري !!؟
م محمد نور قانع

ربه همسایه مي یې څه در وړمه
نن دي بیا په کور کي مېلمانۀ ښکاري
م امان الله مستغفر

ته راته له ټولې دنیا لوړ ښکارې
هیڅ راته له تا نه بها نه ښکاري
عاکف مهاجر

زه به وای، رقم رقم ټاپې به وای
ښه ده چي دزړونو درزا نه ښکاري
محمودي انصار

وینم د لالچ یار د لستوڼي مار
ماته یې باور په مسکا نه ښکاري
عبدالغني وفا

ته راته دعا کې ګُلې څه وایې؟
ماته دې دعا کې دعا نه ښکاري
نورګل اندړوال

زلفې دي د زړه په سر چیچل کوي
خوري مې خو په سترګو بلا نۀ ښکاري
شفاعت ریحان

زه دې د فراق په اور وريت کړی يم
تا ته خو جانانه! سزا نه ښکاري
حماد ماليار

ځان ته چې واپس کله راستون شمه
شک مې شي وجود مې زما نۀ ښکاري
بشارت روحاني

ما دې په یوه مسکا باور وکړ
ماته زما بله خطا نه ښکاري
مهاجر زاهد ساپی

سترکې به مې نورپسې ړندې شي اخ
ډیره موده کیږي آشنا نه ښکاري
بدرالدین ځلاند

ټول عمر مې ستا د دید لټون کړی
اوس هم پکې څرک د لقاء نه ښکاري
راشد جالب

هیله کوم بېرته راشه ښۀ نۀ یم
ژوند کې مې یو ټکی معنا نۀ ښکاري
جهادي عمري

زه مې د مات زړۀ ټوټې را اخلمه
دی بې وفا هېڅ ورخطا نۀ ښکاري
محسن احسان

اوښکي مي چینې شولې ولې شولې
مړ له انتظار شومه لا نه ښکاري
عبدالغني وفا

حسن د لالي مې ارتفاع کې شو
مینه یې په شان د پخوا نه ښکاري
منصور طالب

زه مې د جانان سترګو ته ځير يمه
ځکه راته نوره دنيا نۀ ښکاري
حماد ماليار

څه د جنتي غوندې څهره يې ده !
دا سړی د دغې دنيا نۀ ښکاري !
منصور غزنوي

بیا به چې زمونږ د زړونه حال څه وي
دا خو لا غلمان او عینا نه ښکاري😇
عاطف لاروی

مۀ يې رنځوه د عشق رنځه نور
زړۀ مې لکه لاش پکې سا نۀ ښکاري
م منصور درمان

دا خو د زړۀ وينې سپينې شوي دي
تا ته د دې اوښکو بها نۀ ښکاري
بشارت روحاني

پرته د زړګیو له خواړلو نه
حسن کې دې بله معنا نه ښکاري
مستغفر ګربز

نور دي نو نازونه فرض نه ګڼم
نور در پکښي هغه ادا نه ښکاري
عبدالغني وفا

زه د وخت طوفان په مخه کړی يم
ځکه مې په شونډو خندا نه ښکاري
ملا مقدام

درسته دنیاګۍ له ښکلو ډکه ده
هېڅ یو لکه خیر الوریٰ نه ښکاري
حامد ناصَر

ستړی شي آخر سړی له درست مجاز
ستا عشق کې حبیبه ستړیا نه ښکاري
راشد جالب

زړه مي دي راټول  ستا په ښکلاؤ تل
بي له تا مي ژونده ځلا نه ښکاري
تپاند زُهاد

ډېـر یې ارمـانــجن زۀ دۀ لـیدویمه
دې ځای نه صفا او مروا نۀ ښکاری
شېرزاد

لم یزل دې وکوي چې درشمه
دا ژوند خو مې سم مصطفیٰ نه ښکاري.
راشد جالب

زار دې د نامه له هر یو توري شم
شونډې سره ښکل کړي ګناه نه ښکاري
عاکف مهاجر

سترګې چې په ښار کې کنټرول نه ساتې !
تاته زما خيال دا زنا نۀ ښکاري ؟
عبدالباسط وصاف

زه بۀ تاته ته ماته په ګوته کړه
ځکه خپله کړې ګناه نه ښکاري
رحمت الله ګرم

زړه دې د حسد خِيرو نيولی دی
ځکه درته بل زړه صفا نه ښکاري
ملا مقدام

رب دي مو په خپل حفظ کي وساتي
دغه زندګي خو روا نه ښکاري
رحمت الله ګرم

چا چې ستا له دره خيرات وړی دی
هغه اوس باچا دی، ګدا نه ښکاري
م محمدنور قانع

دا چې له غربي کلتور اثر اخلي
دا خو راته لور د حوّا نه ښکاري
حماد ماليار

دا چې هر غزل دي خاکروبان اوري
بيت دي کم تر بيت الخلا نه ښکاري
م محمد نور قانع

مونږ تل په سینه مرمۍ خوړلي دي
ویاړمه هیڅ ټپ مو په شا نه ښکاري
منصور طالب

جنګ کې به یا سروهې یا سربایلې
جنګ د جهاد عشق دی ریا نه ښکاري
نورګل اندړوال

ارګه اوس په ټــول هیـواد کې ښکلی یې
اوس درکي غنـي او رولا نـــه ښکاري
تسل عزام

مخکې چې بدرنګه پري هرکلی وو
اوس هغه بدرنګه بلا نه ښکاري
احمدي

ستړی اولس ځکه اوس ډاډه أوسي
ځیر ورته کوم بم لۀ هوا نۀ ښکاري!
جهادي عمري

دا چې یې له فتحې روسته پرېښوده
دغه ږېرور خو ملا نۀ ښکاري
عبدالله تېزاب

مخکې چې چارواکي نه وو ښه به وو
اوس پکې خواږه د وفا نه ښکاري
مشفق حریت مل

خدای زده د یارانو امید چاته دی
سر په سجده، لاس په دعا نه ښکاري
مهاجر زاهد ساپی

ځینې یاران خاص وي لکه سیوری چې
لږ تیاره خوره شي نو بیا نۀ ښکاري
همت کوچی

لاړو د بازار پۀ خؤندو روږدی شؤ
اوس پکې د تور غرۀ تقوا نۀ ښکاري
م منصور درمان

ښايي چې قدرت غېږ کې نیولي وي
اوس مې چې یاران د غزا نه ښکاري
عاطف لاروی

یوازې ورک په ورکو لارو تللی یم
شاته ګورم هیڅ څوک تر شا نه ښکاري
همت کوچی

ته! چې مشر شوی؛ بدل شوی یې!
یاره اوس دې هغه موسکا نه ښکاري؟
صفي الله رائد

رنګ نه خو په خدای بېخي بزرګ ښکارې!
پیره هیڅ دې شُف کې شفا نه ښکاري!🙂
منصور طالب

اوس مې د اول ځل ملاقات په شان
هغه تلوسه او سودا نۀ ښکاري
بشارت روحاني

یو ځلې چې لاړلې نو بس شوله
بیرته د راتلو دې اړتیا نه ښکاري
مستغفر ګربز

دوی د امارت په مینه مست ګرځي
دوی ته امریکا ـ امریکا نه ښکاري
نورګل اندړوال

غرب چه کوم واکسین دارو درمل بولي،
ماته ښکاري زهَـر دوانه ښکاري:
م جلات مزمل

زه وایم چې رب رانـــه ناراضه دی
داچې  مــــواثـــر دښېرا نه ښکاري
سیحان کندهاری

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx