د حماس ډلي مشران - خالد مشعل او اسماعیل هنیه

حماس: د اسراییلي جاسوسانو د افشا کېدا په شرط د اسیرانو په اړه معلومات ورکولای شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د فلسطين جهادي ډلې «حماس» ويلي، چې د نيول شويو اسراييلي عسکرو د شمېر او برخليک په اړه که اسراييل معلومات غواړي، نو اسراييل بايد په غزه کې د اسراييلي جاسوسانو ليست حماس ته وسپاري.

حماس ته نیږدې باوري سرچينې وايي، چې د حماس له اعلانه وروسته غزه کې شپږو اسراييلي جاسوسانو ځانونه حماس ته سپارلي او درې تنه حماس پخپله نيولي دي.

د حماس پوځي څانګې« القسام» د تېرې جولايي مياشت په ۲۰مه نېټه اعلان کړی و، چې د شاوول ارون په نوم يو اسراييلي عسکر يې ژوندی نيولی، څوارلس يې وژلي او د پوځي افسرانو په ګډون يې پنځوس تنه ټپيان کړي دي.

د اسراييلو صهيونستي دولت د روان اګست مياشت په لومړيو کې اعلان کړی و، چې د هدار ګولدن په نوم د دوی يو عسکر ورک شوی او کېدای شي قسام نيولی وي او د غزې په ختيځ کې يې دوه عسکر وژل شوي هم دي.

مګر قسام تر اوسه د ګولدن او دوه نورو وژل شويو اسراييلي ترهګرو عسکرو د برخليک په اړه ځان ناخبره ښوولی دی.

د قسام د نوموړي اعلان سربېره د ګولدن کورنۍ او ورور يې، چې اسراييلي پوځ کې ضابط دی وايي، چې ګولدن د حماس پوځي څانګې قسام سره بندي دی.

تر اوسه دا نه جوته شوې، چې اسراييل به د حماس دغه غوښتنه ومني که نه، خو يوه فلسطيني امنيتي سرچينه وايي، چې د حماس له اعلانه وروسته د تېرو څلوريشتو ساعتونو په ترڅ کې د اسراييلو شپږو جاسوسانو ځانونه حماس ته سپارلي او درې نور بيا حماس د خپلو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

اسراييلي رسنۍ وايي، چې د ملي امنيت عمومي ريس يورام کوهين د حماس د نوموړې غوښتنې له امله هک پک پاتې دی او په دې اړه يې تر اوسه له هيچا سره څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د