
غزني ته زما مسلکي سفر
ډاکټر فاروق اعظم
پنجشنبه (۱۴ تله ۱۴۰۱ ش) سهار ۷:۱۵ کابل کی زه فاروق اعظم له خپله کوره د غزنی په لور راووتم چی هلته د اوبو منابع او د اندړو د ولسوالي په یرګتو کی د سیلاب د مخنیوي لپاره د یو بند امکانات وګورم. د سفر ملګری می حاجی علاء الدین خان پوپل د غزنی د قره باغ يو مخور مشر او دریور مو ښاغلی صفی الله دی. په لار کی مو د امیری روغتون د کوڅی مخته ښاغلی محمد ابراهیم حمزه راواخیست چی یو با احساسه فعال ځوان دی. هغه د غزنی د اندړو دی او پروګرام د اندړو د مشرانو په غوښتنه هغه تنظیم کړیدی. د کمپنۍ سره ښاغلی شیرخان او د اندړو ځینی نور مشران راسره یوځای سول. د غزنی پر لور د حرکت په مسیر کی تر میدان، شیخ آباد، سیدآباد، ششګاو او سالار تیر سوو، د روضی کوتل ته ورسیدو. ورپسی قلعه نو دی چی د حزب مشهور قومندان سرورخان ددغه ځای و. ورپسی دشت کاویان دی. د سهار چای لس بجی مو د غزني د ښار په قلعه امیرمحمد کی د ښاغلی صبورخان د حاجی اسدخان د زوی کور کی وخوړی. خير دي يوسي.
تر چایو وروسته مو د غزنی د اندړو ولسوالۍ ته حرکت وکړ. په لار کی کیڼ لاسته سپنده ده. اسد الله سروري ددغه ځای و. سروري د نورمحمد تره کی په وختکی د اګسا (افغانستان ګټو ساتونکی اداره) یا د استخباراتو مشر و. زه دده په وختکی سیاسی بندي سوم. تر سپنده چی څه تیر سوو راسته لاس ته قچکلا او چپ لاسته جبار کلا وه. دلته د روسانو او بیا د امریکایانو سره ډیر جنګونه سویدي. د شهباز د دکانو سیمه په جنګونو مشهوره وه. ورپسی راسته لاسته زلزله کلی او چپه لاسته د لیوانو کلی په مخه راغلل. زموږ د سفر مدیر ابراهیم جان د لیوانو د کلی دی. وروسته چپ لاسته نوغی سیمه په مخه راغله چی دفتاڼي پکی اوسي. چپه لاسته اوګره هدیره وه. دلته د هزاره ګانو مشر عبدالعلی مزاری وژل سویدی. هغه او ملګری یی (ابوذر) د طالبانو د لومړي امارت په دور کی له کابل څخه کندهار ته په هلیکوپتر کی بیول کیدل. د الوتکی په دننه کی مزاري او ابوذر پر طالبانو حمله وکړه؛ ټوپک یی ځینی واخیست. یو طالب یی پر لاس وویشت او الوتکه یی مجبوره کړه دلته کښته سی. مزاری او ابوذر په هغه ټوپک چی له طالبانو یی په الوتکه کی اخیستی و، پر طالبانو ټکان کول او کوښښ یی کاوه د هزاره ګانو قره باغی کلی ته چی د هلیکوپتر د کښینستو ځای ته نژدی و، ځان ورسوي. دا وخت نور طالبان د الوتکی د بیځایه کښینستو په لیدو راغلل او د مزاری سره یی جنګ وکړ. مزاري او ابوذر په جنګ کی مړه سول. ورپسې موږ ته د خرخشه کلی په مخه راغی.
سیدخان فرقه مشر ددغه کلی و چی د ظاهرشاه په اوائلو کی د پکتیا ولایت فرقه مشر و. بیا وروسته د شاه امان الله خان سره د ارتباط په تور ونیول سو. نانی ته ورسیدو. د نانو (نوح) بابا زیارت سره د اندړو ډیر مشران زموږ مخی ته راوتلی وه. روغبړ مو وکړ او بیا مو د یرګتو بند خواته حرکت وکړ. په دغو مشرانو کی شیرخان اندړ چی د ښاغلی محمد ابراهیم حمزه تربور دی و یرګتو ته زموږ رهنمایی په غاړه واخیسته. په حقیقت کی زموږ په ټوله سفر کی د شیرخان کردار ملموس و.
د مستوفی کلا سره د سړک پر غاړه د نورالمدارس فاروقی مدرسی لوحه مخی ته راغله. د نورالمدارس مدرسه د مرحوم حضرت فضل عمر مجددي مشهور په نورالمشایخ لخوا په ۱۳۱۰ هش جوړه سویده. د غزنی او شاوخوا سیمو ملایان اکثره ددغه مدرسی فارغان دي. دا مدرسه په سیمه کی یوه ډیره مهمه او موثره تعلیمی اداره ده.
د یرګتو د بند ځای ته ورسیدو او هغه مو ولید د کوم لپاره چی موږ له کابله راغلی و. دلته یو لوی خوړ دی چی د کال څو میاشتي اوبه لری او یوه میاشت مخکی یو مدهش سیلاب په دغه خوړ کی له غرونو راغی او کښته د اندړو ولسوالی ډیر زراعتی مځکی او باغونه یی خراب کړل. په یرګتو کی یو کوچنی خو ګټور بند په لږ مصرف جوړیدای سی. دا به نه یوازی له سیلابونو ناشی د تخریب مخ ونیسی بلک د سیمی زیرزمینی اوبه هم ډیري کړي. شیلګر هواره سیمه ده چی روان رود نلري. دلته پر مندونو او خوړونو کوچنی بندونه جوړول ډیر ضرور دی چی د سیمی تر مځکی لاندی اوبه ریچارج کړي. د یرګتو د بند څخه یوه ویاله د ناروی هیواد په مرسته جوړیږی چی اوبه کښته خلکو ته بیایي. انجنیرانو او خلکو هلته کار کاوه. پر بند یی د ویالی لپاره یو کوچنی سربند هم جوړ کړی و. که همدغه آبګردان نور تقویه او پورته یو یا دوه نور کوچنی آبګردانونه جوړ سی چی د خوړ خړي هلته وګرځوي ښایی د سیمی خلکو ته ډیره ګټه ورسوي. ما د ابتدايی راپور د تهيی لپاره د بند په محل کي د انجنير زمري ګوچي او دوو نورو انجنيرانو او د وطن دمشرانو سره لازمي خبري وکړی او د بند د ځاي عکسونه مي واخيستل. کوچي صاحب وروسته څه نور تخنيکي معلومات هم راواستول. موږ غوښته د غزنی د والی صاحب سره په دغه باره کي وګورو او د سیمی د ابادیدو په باره کی خبري ورسره وکړو. خو هغه پرځای نه و. ما وليده چي د غزنی ولایت او د ولس په ګډه همکاري په شیلګر کی ګټور کار کیدای سي.
د غرمی ډوډی مو د حاجی اسدالله خان د حاجی شیرین خان د زوی په اشنون کلی کی وخوړه. دغه کلی کی هم د لیوان د کلی خلک میشته دي. تر ډوډۍ او د ماپښین تر لمانځه وروسته د یرګتو د بند د نه تړلو په سبب د وروستیو سیلابونو تخریب سوي ډیري سیمی مو ولیدی چی ډیر زراعتی مځکی او باغونه یی بالکل له منځه وړي وه. په سیمه کی مو د محمد برات د دکان او مامور ستار د کوره سره یو نقب وکوت. د امریکایانو د اشغال په وختکی مجاهدینو په دغه ځای کی د عسکري پستی د الوزولو لپاره څو کیلومتره له نژدی کلی څخه تونل وهلی و چی له پستی لږ لیری یی چاودنی لوی تخریب کړی و.
مازیګر مو بیرته اشنون کلی ته پر لار تر کاریزګی، د عبدالحمید، محمد غنی او مزو کلیو تیر سوو. د حاجی سیداحمدخان ګدامدار کلا او د داکتر محمد هاشم کلینک مو هم ولیدل. د مازیګر لمونځ مو اشنون کلی ته راورساوه. تر لمانځه وروسته د چایو د څیښلو پر وخت څنګته ناست د جومات امام صاحب راته ویل چی د لیري هغه راروان سړی ګورې؟ ما ورته ویل هو. ده ویل چی دا غلام حضرت نومیږی چی پنځه ځوانان زامنان یی د امریکایي صلیبیانو خلاف په جنګ کی شهیدان سویدي. ما ورته وویل چی خارجی تجاوز همداسی ایماندارو پر ګونډو کړ. ماښام ډوډۍ مو په اشنون کی د نصرالله خان کره وخوړه او شپه د خوب لپاره د حیات الله خان کره ولاړو. ښه شپه مو تیره کړه. د ټولو یی کور ودان.
د جمعه ورځ سهار چای مو همدلته د حیات الله خان کره وخوړې او بیا د سرده د بند د لیدلو لپاره مو هغه خواته حرکت وکړ. د خدوخیل کلی په مخه راغی. مشهور د خدوخیل ملا سربلند صاحب ددغه ځای و او د ادریس قومندان قبر هم همدلته و. د ښادو او تیلبه کلیو څخه تیر سوو، د صاحبخان کلی ته راغلو. په دغه کلی کی یو وار روسانو یو ګڼ واده بمبارد کړ او بل واري د امریکایانو په بمبارد کی د ناوی په شمول اتلس نوري ښځي د واده په جامو کی شهیداني سوی. داکتر صدیق محبی (د داؤدخان د وخت د لوړو زده کړو وزیر) هم ددغه کلی و. په کابل کی خوشحال خان مینه کی د محبی مرحوم په کور کی زه لس کاله (۲۰۰۹ – ۲۰۱۹م) په کرایه اوسیدلی یم. په ګنډهیر کی مو د غازي بابا زبدة الفقهاء ملا دین محمد اندړ مشهور په ملامشک عالم رحمة الله علیه زیارت وکړ. ملاصاحب د انګریزانو خلاف زموږ د تاریخ له مشهورو اتلانو څخه دی. د هغه کور ته ولاړو او د کړوسی سره مو یی د احترام روغبړ وکړ. د غازی بابا د قبر زار حالت د هغه د وارثانو او قوم سیاسی شعور او د خپلو اسلافو او تاریخ سره د هغوی د دلچسپی اندازه ښوول. کله چي مي وروسته په غزنی کی زیارتونه ولیدل، نو پوه سوم چی ملا مشک عالم رشتیا بیکسه و. وروسته د حبیب کوډلي او میري څخه تیر سوو او د اندړو ولسوالی پخوانی مرکز ته ورسیدو. دا بازار د امریکایانو لخوا سخت بمبارد او هوار سوی و. حکومت د مجاهدینو له ویري د ولسوالی مرکز له دغه ځایه چاردیوال ته وړی و. په دغه ځای کی مو دوی غټی لیسی ولیدی چی یوه یی د سلطان شهاب الدین د هلکانو او بله یی د خدیجة الکبری د نجونو لیسه وه. ورپسی د خیال محمد حسینی کلا څنګته تیر سوو. هغه د قاری بابا قومندان او وروسته د زابل والی و. ورپسی رحیم خیل کلی ته ورسیدو. خدای بخښلی غلام محمد نیازی (کابل پوهنتون کي د شرعياتو د پوهنځی رئيس) چی په افغانستان کی د معاصر اسلامی تحریک له بنسټګرو څخه و، ددغه کلی و.
سلطان باغ ته ورسیدو. په لار کی مو یوه ویاله ولیده چی له سرده بند څخه میري ته چی د اندړو د ولسوالی پخوانی مرکز دی تللی وه. مرسله غونډۍ په مخه راغله. ورپسی د سردی د بند کمپ چیری چی د بند د مامورینو کورونه او دفترونه وه او وروسته د سرده کلی و. د سرده بند مو ولید. هغه د روسانو په تخنیکی مرسته یوازی د سیلابونو د کنترول او آبیاری لپاره جوړ سویدی. د بریښنا تولید نه کوي، داځکه دایمی اوبه نلري. که لوړ پر هغو خوړونو او شیلو بندونه جوړ سي چی اوبه یی دغه بند ته راځۍ، بیا ښایي د بند اوبه ډیري کمی سي. دا بند ډیري اوبه نلري؛ خو څرنګه چی سیمه یی هواره ده، نو اوبه یی تر ډیره ځایه ډنډ جوړ کړی او ښه منظره یی تشکیل کړیده. د شاوخوا سيمو د مځکي لاندي اوبو ته يي هم ګټه رسولی ده. دلته د سیلانیانو لپاره د ځایونو د جوړولو ډیر څه کیدای سی. د ماهیانو د روزولو کار هم دلته ښه پرمختګ کولای سي. ما يو شمير پانګوال هڅولي دی چي دلته پانګونه وکړی.
له بنده یو لوی کانال جلا سوی چی تر میري تللی او ښاخونه ځینی جلا سویدی. تر بند وروسته مو په سیمه کی یو لوی زابر ولید چی د مځکی د زا د لیری کولو په منظور کښل سوی و. دا دواړه (کانال او زابر) منظم حفظ او مراقبت غواړي. ورپسی د خانی بابا کلا او زیارت و. خانی کلا د ښاغلی محمد افضل د معصوم خان د زوی ځای و چی زموږ سره د رهنما په ډول ملګری و. ښه کره جایداد د پخو اوبو سره یی درلود. شیلګر هواره سیمه ده چی پخوا یی کاریزونه درلودل او اوس هغه تقريبا ټول متروک دي؛ خلک د لمر له انرجی بیرحمه کار اخلی. پخوا د کاریزونو اوبه کمی او په احتیاط لګیدی خو بیا هم په ځینو ځایو کی مځکی زا او ښره راپورته کړیوه. نو ځکه زابر ورته کښل سوی و. په زیاتو سیمو کی پخوا کاریزونو د زابر کار هم ورکاوه. ویره ده څه وخت وروسته به د اوبو سطحه ټیټه سی او موجود کشت او باغونه وچ سي. په دغه سیمه کی پر برمو وهلو محدودیت او مقررات ضرور دي. کوچنی بندونه جوړول او د سيلاونو اوبه تم کول هم ډیر ضرور دي.
غزنی ښار ته نژدی مو د برګیډ عبدالاحمدخان مومند اته برجه کلا ولیده چی د امیر حبیب الله خان په وختکی جوړه سویده. برګید عبدالاحمد خان مومند او کورنی یی تر داؤدخان پوري په مرکزي حکومت کی یوه متنفذه کورنی وه. ددغه کورنی دوه مشهور سړی چی زما شناخته وه خدای بخښلی عبدالله خان ملکیار و چی د ظاهرشاه په وختکی د صدراعظم معاون او د مالیی وزیر و او بل مرحوم عبدالسلام خان ملکيار. وروسته د پکتیکا په دروازه د غزنی ښار ته ننوتو. غزنی د یونیسکو لخوا په ۲۰۱۳م کی د نړۍ د فرهنګی میراث په توګه اعلان سو. د غزنی په ښار کی د ولایت جاده او شهرنو کی تیر سوو. د غرمی ډوډۍ مو د ښاغلی عبدالظاهر کهزاد هزاره کره وخوړه؛ لذیده ډوډۍ وه. کور یی ودان. د ماپښين لمونځ مو دده په کور کي وکړ.
بیا مو د ابوالمجد مجدود حکیم سنائي زیارت وکړ. هغه د غزنویانو د وخت مداح او وروسته بيا مشهور صوفی و. له هغه ځایه مو د غزنی بالاحصار کوت چی د سلطان محمود غزنوی دربار پکی و خو له نژدی مو نه ولید. ورپسی د شمس او بهلول دانا زیارتونو ته ولاړو. د ابو ریحان البیرونی سپیره قبر مو پیدا کړ. د آزادو خلکو (البیرونی او ملا مشک عالم) د قبرونو حالت مو د امریکا تر چتر لاندي د جمهوریت د دور د اتلانو (؟) د قبرونو سره مقایسه کړ. په لار کی مو د غزنی د ښار په شمال کی دوه مشهور شل متره لوړ منارونه ولیدل چی د سلطان بهرامشاه د لوی مسجد پاته نښي دي. ورپسی د سلطان محمود د پلار سبکتګین قبر، د مشهور شاعر او صوفی بهائی جان مقبره او د سلطان محمود غزنوي آرامګاه مو ولیدل. د سلطان محمود د مقبری مخته د باغ په روضه کی، د ورودي دروازی ښي خواته مو یوه هدیره ولیده چی خلقیانو د خپل حکومت په وختکی په یوه ورځ ۱۶۳ افغانان قتل عام کړیوه او دلته ښخ دي. د سلطان محمود غزنوی د مزار تر لیدو وروسته مو د غرني تاريخي ولايت او د اسلامي تمدن مرکز چي اوسيدونکي يی مجاهد، ميلمه پال او درانه خلک دي د ښو خاطرو سره پريښود او د کابل پر خوا مو حرکت وکړ. د شپی ۸:۳۶ بجی کابل کی کور ته ورسیدو.
يادونه: ما غزني ته خپل د سفر راپور د اوبو او انرژي محترم وزير صاحب ته وړاندي کړيدي. د خارجي موسساتو سره هم په مورد کي په تماس کي يو. ښاغلی شيرخان څو واره راغلی دی. نن مو لا په دغه باره کي زما په دفتر کي مجلس درلود.