
ايران کې څه روان دي؟
عبدالرحيم ترين
نږدې دوه مياشتې کيږي چې ايران يا خو د رب په غضب اخته ده او يا هم د نورې نړۍ د کلونو کلونو پخوانۍ هيلې دې پوره کيدو درشل کې ده.
۵۵ ورځې وړاندې ایراني حکومتي هغې ډلې چې په دې هیواد کې د حجاب څارنه یې خپل مسولیت ده د مهسا امینی په نوم يوه پيغله په دې تور ونيوله چې حجاب یې نه وو مراعات کړئ او له نيولو وروسته یې ددوی په بند خونې کې ساه ورکړه.
چې ددې خبر له خپریدو وروسته هغه ايرانيان چې کلونه کلونه ددې په تمه وو چې يوه ورځ به څنګه له فرصت څخه ګټه اخلي او دې ايراني ديکتاتور حکومت په وړاندې به پاڅون کوي د قضيې له نه روښانتيا سره سره لارو کوڅو ته راووتل او دې ایت الله علي خامنه اي پر ضد يې پراخ شعارونه او د انقلاب نارې شروع کړې.
لاريونونو په څو ساعتونو او حتی په څلوريشت ساعتونو کې دومره زور او پراخ شول چې هيچا یې اټکل او نه هم هيله درلوده.
ددې لاريونونو له پراخوالي سره په ټوله نړۍ کې هرچا د ايراني حکومت ضد خپل مسولیت ادا کړ او يا يې ددې اور د لا زياتوالي او خپلو شومو موخو ته د رسيدو لپاره خپلو منفي تبلیغاتو او د ايراني حکومت ضد مظاهرو ته یې د ملاتړ او مرستې ټټر ووهو.
له نړيوالو رسنیو، سياستوالو، سرمایه دارانو، فلمي ستورو، سندرغاړو، ولسمشرانو، ټولنيزو فعالانو او که هره برخه کې کوم څوک چې مشهور وو او يو دوو نفرو یې ملاتړ يا څارنه کوله د حکومت ضد لاریونونه او له هغوی سره د خواخوږۍ لپاره ټولنيزو رسنيو ته را ودانګل او خپل ملاتړ یې له ايراني ولس څخه اعلان کړ.
په کور دننه ايراني حکومت په لومړیو کې له زغم څخه کار اخيستلو هڅه کوله او له ولس یې غوښتنه کوله چې د پرديو د دسيسې ښکار کيږي دې نه.
خو خبره له زغم او هغه څه چې ايراني حکومت هيله لرله واوښته، حکومت ضد لاریونونو داسې زور واخيست چې لسګونه زرو کسانو په ايراني سپاه پاسداران انقلاب ځانګړي ځواک مخامخ بريدونه وکړل او د هغوی کورونو ته اورونه واچول.
په دې لاريونونو کې لکه څنګه چې مې مخکې يادونه وکړه هرچا چې په نړیواله کچه ليږ هم يو دوو نفرو پيژند خپل مسولیت ادا کوو خو لاندې په هغو اشخاصو يا علتونو خبرې کوم کوم چې دې اور ته يې له ډيرو نورو زيات پوکی وکړ او دا اور یې نور هم پراخ شعله ور کړ.
رسنۍ: د ایراني حکومتي ضد لاریونونو کې چې کوم زهر غربي رسنيو وشنيدل په تیرو څه کم 60 ورځو کې خپله ايراني ولس هم دومره ستر تخريب ونکړ. د غرب لخوا ملاتړ کوونکو رسنيو ددې لاريونونو لپاره ځانګړې شميرې، خپرونې، ژوندي بڼه تازه خبرونه نشرول د يو نشت خبر چې په رسنيزو اصولو کې هيڅ ارزښت نه لري بې شانه تبصرې کول او څلوريشت ساعته يې خپل نشرات د ایران حکومت ضد لاریونونه ته ځانګړې کول، همدرانګه د ايراني حکومت ضد لاریونونه د شعارونو بدرګې ور اخوا ئې هغه هشټګ هم کاروو کوم چې لسګونه ميليونه ځله په نوره نړۍ کې د ايران ضد وکارول شو. که د ايران اوسنی حالت کې مظاهره چیان بريالي کيږي چې حکومت چپه کړي نو د نوبېل جایزه او د غربي پلانونو تطبیق ستر ميډالونه بايد او بايد رسنیو ته ورکړل شي.
فلمي يا سینمایي اشخاص: د نړۍ په لر او بر کې سلګونو ادا کارو له مهسا امینی سره د خواخوږۍ لپاره خپلې ورځنۍ چارې ددې لپاره ځانګړې کړې او له ايراني حکومت ضد مظاهرې کونکو سره د یوالي په پار خپل فیلمونه، تلويزوني پروګرامونه، په رسنيز شور کې د لاریونونو د شعارونو لیږد او په عملي توګه د مهسا امینی لپاره هشټګ کارول وو، چې د ډيرې نړۍ او خپلو مينوالو توجو یې دې لاريونونو ته را واړوله.
سیاسي اشخاص يا ولسمشران:
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د سیاسي اشخاصو، واکمنو لخوا په مستقيمه توګه د ايران ضد لاریونونو کې مداخله پيل شوه او دا لاریونونه یې د عدالت او ديکتاتوري نظام څخه د خلاصون لپاره د ايراني ولس اتلولي وبلله.
د فرانسې او امریکايي ولسمشرانو په ګډون د جرمني، بریتانی، کاناډا او نورې نړۍ صدراعظمانو ايراني ولس سره په دې مبارزې کې خپل ځان ښکيل وباله او هغوی تشویق کړل چې دې لاريونونو ته د ازادۍ رسيدو لپاره ادامه ورکړي ترڅو واکمن ديکتاتور حکومت را نسکور کړي. امريکايي ولسمشر په لومړيو کې ورته وويل ټوله امريکا ستاسو ترڅنګ ولاړه ده ستاسو مبارزه د حق لپاره ده. فرانسوي ولسمشر وویل هيلې مه بايلئ ازادۍ او عدالت ته رسيدو لپاره څو شیبې پاتې دي.
جرمني لومړي وزير:
جرمنيان ستاسو ترڅنګ دي او په دې مبارزې کې به له هيڅ ډول همکارۍ دريغ ونکړي تاسو به حتمي بريالي کيږئ. بریتانوي واکمنو همداسې شعارونه او د هڅونې پيغامونه ورکول او حتا په بریتانیا کې ميشتو ايرانيانو چې د حکومت ضد وو په لندن کې د ايران په سفارت برید وکړ او له بريتانوي حکومت یې وغوښتل چې د ظالم واکمنو سفارت دي ور بند کړي.
مشهور ميلياردر او د ټویټر اوسني مالک ايلن ماسک له هغه وروسته چې ايراني حکومت پر لاريون کوونکو ټول مخابراتي خدمتونو بند کړل ترڅو له نړيوالو رسنيو او نړۍ سره يې اړيکې پرې شي، آسیا ته داسې يوه وسيله/ سپوږمکۍ را واستوله چې د لاريونونو غږ ورک نه سې او د ايران حکومت له بندیز وراخوا دوی په اسانۍ په دې پوه شي چې ايران کې څه روان دي.
نورو ډيرو هيوادونو، سازمانونو او بيلابيلو اشخاصو او ډلو خپل کار په دې لاريونونو کې وکړ خو زما په فکر هغې موخې ته رسيدو کې پاتې راغلل چې ايرانی حکومت نسکور کړي او داسې نظام پکې واکمن شي چې د نورې نړۍ ګټې پکې خوندي وي.
اوس په دې خبرې کوم چې ايران کې څه روان دي؟ او ايران کوم خواته درومي؟ راتلونکي کې به څه پيښ شي که حالات داسې وي؟
ايران کې همدا اوس هم لاريونونه ښه دري کې روان دي خو دې ايراني حکومت برخورد له دې لاريونونو سره د اولو ورځو په پرتله څو برابره جدي شوی ده او د لاریونوالو وژنې، نيونې او نورو کارونو په ترسره کولوکې له هيڅ ډول کار څخه دریغ نه کوي.
اوسني وضعیت کې ایراني واکمنان په دې توانيدلي چې د غرب شومې موخې او هيلې چې له دې لاريونونو څخه يې لرل له خاورو سره خاورې کړي.
نړۍ ته دا هم معلومه شوه چې ايرانی حکومت له هغه خورا قوي او غښتلی ده کوم چې یې نړۍ فکر کوو.
څه کم دوو مياشتو کې داسې سراسر ولسي پاڅونونه او د حکومت ضد لاریونونه که بل هيواد کې ترسره شوي وای په لسمه ورځ به یې حکومت او واکمنان له باغو اړولي وو، خو د ایراني حکومت هرځای پاتې کيدل ددې ښودنه کوي چې ایران څومره قوي حکومت ده او کله چې د حکومتونو پايې قوي یې نو د غرب او نورو لخوا يې د نړولو هيلې او ارمانونه يوازې هيلې او تش ارمانونه پاتې کيږي.
ايراني حکومت به زما په نظر يا پرځای پاتې کيږي او يا هم کورنيو جګړو ته داخليږي خو د کورنيو جګړو پيل یې ډير بعيد ښکاري خو د لاريونونو د غږ بندولو او وضعیت آرام کولو هڅه ورځ تر بلې زياتيږي.
په پای کې د يو ايراني ځوان دې لیکنې سخت خوند راکړ چې د امريکايي ولسمشر له هغې خبرې وروسته یې کړې وه چې ويل يې وو ايران به ډير ژر ازاد شي او يا به ايران ډير ژر ازاد کړو. ايراني ځوان يوه ليکنه چې په يو ويب سايټ کې مې لوستله لاریون والو ته په خطاب کې وايي: څه غواړې له حکومت څخه ايا همدا مو غوښتنه ده چې نظام چپه شي او داسې حکومت واکمن شي چې د امريکا او نورو ګټې خوندي کړي، عربي نړۍ مو په کور کې په څو برخو وويشي، خپله مبارزه او لاريون مو د امریکا او غربي نړۍ ګټو لپاره پيل کړی ده.
پوهيږم چې اوس به د نورو له تبلیغاتو لاندې ياست او حقيقت به نه درک کوئ خو لس کاله وروسته به خپله تاسو د اوسني دولت ضد لاریون وال او ستاسو اولادونه پر تاسې لعنت وائې چې د غربي نړۍ د ګټو لپاره مو د ولس ضد لاریونونه پيل کړي او یو مقتدر قوي حکومت مو چې د نړۍ هيڅ ډول مداخله او فشار ته نه تسليم کيده نړولو مو.
عبدالرحيم ترين
حقیقت خو دا دئ چی د ایران هیواد د اقتصادی شرق ( روس، چین، هند، برازیل، او احتمالاً جاپان ) او اقتصادی غرب ( امریکا، اروپا، کاناډا، استرالیا ) تر منځ د ثِقل د مرکز حیثیت لری بناً که د ایران غړیتوب په ” شرق ” کی تثبیت سی نو په هغه صورت کی به ” شرق ” د ” غرب ” په وړاندی یو جدّی رقیب او حریف وګڼل سی ( ۱ قطبی قدرت ته به د پای ټکئ کښېښودل سی او ځانته به یو سیاسی او اقتصادی او حتی فرهنګی استقلال او خپلواکی لاسته راوړی). د غرب دښمنی… نور لوستل »
مونږ ته په ايران څه! بايد زمونږ د اسلامي امارت امير المومنین او ورسره سلا کاران يې ژر تر ژره د اناثو پر مخ د تعلیم دروازې پرانيزي چي زمونږه خويندې په ډاډه زړه مکتب ته لاړى او په راتلونکي کې د خپل ملت او ولس د خدمت او رڼا باعث وګرځي. او که خداى نخواسته دا کار ونشي نو د ايران پيښې به په افغانستان کې هم تکرار او مخ نيونه به يې مشکله وى. مننه