
پُل سوخته رښتیا هم دې دنیا پای دی!
لیکوال: خالد ځدران
د افغان ملت دربدرۍ بې شمېره دي او هرې ناحوالې ته یې چې نظر وکړې او معالومات پکې کوې لکه یو بله دنیا له ځانه سره دې اخلي.
د اکتوبر په ۷م راته زنګ راغی چې نن د معتادینو د یوه روغتون د کارکوونکو په ملتیا د کابل ښار پُل سوخته له سیمې معتادې مېرمنې راټولوو، که تاسو هم هغلته راغلی ډېره به ښه شي.
ما هم د دفتر پر ځای خپل موټر د پُل سوخته لور ته را تاو کړ او تر لږ مزل ورسته پُل سوخته ته ورسیدم، د قوماندانۍ پرسونل مې ولید چې زما لپاره منتظر وو ، له موټر راښکته شوم او د پرسونل سره مې خبره وکړه چې څنګه کوو او معتادې مېرمنې چېرته دي؟
هغوی راته د لاس په اشارو د پُل لاندېنۍ برخه وښوده او ویې ویل چې ځدراڼ صیب لاندې پل کې به یې ګورو چې پیدا کوو یې نو سمدلاسه به یې راباسو .
دا پُل په کابل کې د پل سوخته په نوم یادیږي چې مایې نوم اورېدلی و او لیدلی مې هم و، خو لاندې بیا بل وخت نه وم ورکوز شوی.
ما هم وار خطا نکړ ملګرو باندې مې غږ وکړ چې د پله لاندې درځئ زه هم پسې روان شوم پله ته چې لاندې ور ولویدو ګورم چې دلته یوه بېله دنیا ده ، د سګرېټو دود یو داسې منظر جوړ کړی لکه د پل سوخته لاندې چې جهنم وي او له خولې یې دود راوځي.
ما هم د درېشۍ جیب ته لاس کړ او ماسک مې را واخیست تر څو پوزه او خوله مې پټ وي ، خو چې پله ته د ننه شوم، ګورم دلته یوه لویه انساني فاجعه شتون لري، ځوانانو داسې ټولي جوړ دي لکه کلي کې به چې موږ دې واده وریژې خوړې.
ټول یو او بل ته په ملا ور کړوپ دي د کاغذ په منځ کې له سپینو پوډرو دودونه سینې ته کش کوي.
دوی نه پوهیدل چې همدې دودونو ددوی ژوند لکه اور ګرځولی!
دا ځوانان نه لس و نه شل و تعداد یې سلګونو ته رسیده ، په پله کې د ننه ځوږ زه هک حیران کړم هیڅ پوه نه یم چې زه د څه لپاره او ولې دې محشر ته را دننه شوی یم؟
کله کله به له ځانه سره فکر یوړم چې ایا زه خو به نه وم معتاد شوی؟
بیا به مې پام بدل کړ نه نه زه خو ددوی په درملنه پسې راغلی یم…
د ځوانانو زګیروي داسې راباندې لګیدل لکه په غوږونو کې مې څوک په خنجر وهي، هک حیران د پُل سوخته په توره شپه کې په ملا کړوپ درېدلی یم لکه لېونی ماضي او مخکې حالات ګورم.
دې وخت کې یوه ملګري د تلیفون بجلي راوړه او راته ویې ویل ځدراڼ صیب لار درڅخه ورکه ده که څنګه؟ راځه ماپسې راځه!
زه هم په زنګیدلو قدمونو پسې روان شوم او یو بل خوا د ځوانانو حالت ګورم دې وخت کې یوه معتاد راباندې غږ وکړ راځه راځه موږ هم ستا په څېر وو!! یو بل به غږ کړ نه نه موږ نه ځو موږ همدلته ښه یو او یوه بل بیا ویل قاري صیب دلته نور نه ځایږو تاسو بل ځای ته لاړ شئ!
په عجیبه دنیا ګډ وم هیڅ مې ژوند کې داسې وحشتناک او د انسانانو دغه ډول بیروبار نه و لیدلی، د پُل سوخته په منځ کې د وطن دې دردناکو حالاتو د فکرونو په سمندر کې ډوب کړم ، د ځوانانو بې کارۍ او غریبۍ همداشان دلته پُل سوخته کې ددوی محشر بې اختیاره رانه ژاړه خلاصه کړه او که هر څومره مې ځان کابو کړ خو نور مې توان نه درلود چې کنترول دې شم، ماسک مې د اوښکو له لاسه لوند شو، لاسونه راته پرادي ښکارېدل هیڅ مې پرې اوښکې نشوې پاکولی، په چټکو ګامونو مې د پُل سوخته له پله څخه د وتلو تکل وکړ، په لاره کې په یوه انسان وختم هیڅ مې پام نه و تیاره وه خو دومره مې د یوه ځوان غږ وارېدو ویې ویل قاري صیب مړی دی مه پرې خیږه!
زړه مې درازه وکړه لار رانه ورکه شوه لکه لېونی یو او بل خوا مې کتل خو چې شاته مې وکتل ما لار غلطه کړي وه، د رڼا څرک مې تر سترګو شو، په منډه د رڼا په طرف روان شوم، لاره کې مې ډیر ځوانان ټیل وهل خو په خواریو مې ځان د پله خولې ته راورسوه .
ملګري مې د پل تر مخ ولاړ وو ویل یې راغلې؟
ما د ژاړه له امله هیڅ ځواب ورنکړ غوښتل مې لرې لاړ شم په چغو، چغو وژاړم! خو خلک زیات وو د زړه د تشولو موقع نه وه، زموږ سره راغلي ډاکټرې خورکۍ راته غږ کړ ځدراڼ صیب دلته مو مېرمنې پیدا نکړې هغه ښکته ځای کې شته هغلته ځو، زه هم روان شوم، لاندې سیند کې د معتادینو ځای پر ځای له پشه خانو خېمې جوړې وې د هر یوه خېمه مو بی جلا جلا لټوله تر څو پکې ښځینه معتادې پیدا کړو او رغتون ته یې انتقال کړو.
د یوې خېمې خواته ورغلم چې پرده مې یې راپورته کړه وه مې لیدل چې یوه مشره ښځه مړه پراته ده، او سرته یې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ ناسته ده، تر څنګ یې یو ۱۰ کلن ماشوم د نشې په حالت کې غلی ناست دی.
سرته ناستې لور یې چې ولیدم بې اختیاره یې له خولې چغې شوې لکه یو ورور ته چې د دردونو کیسه کوي پر مخ یې غټې، غټې اوښکې روانې شوې او ویل یې هیله کوم ما د مور سره پریږدئ، هیله کوم له مور مې مه جلا کوئ…
دې حالاتو په ژوند پېښمانه کړم هیڅ مې ځان کابو نشو کړی کېناستم، حیران دریان خلکو ته ګورم، راغلي ډاکټرې خور تر لاسو را ونیوله او را ویې باسله، بیا هم د نجلۍ زړه صبر نشو ماته یې د اوښکو ډکې سترګې راواړولې او ویې ویل خیر دی قاري صیب د مور اخري دیدن د وکړم مه کوه قاري صیب د خدای لپاره د مور اخري دیدن ته مې ور پریږدئ!
زما ستونی ډک و خبرې مې نشوې کولی د خورکۍ چغو راباندې دومره تأثیر وکړ چې هیڅ نه پوهیدم څه وکړم؟ خو بیا مې هم مسؤلینو ته د لاس په اشاره وویل نجلۍ پریږدئ چې زړه تش کړي، نجلۍ له ډاکټرې لاسونه څنډ وهل او لاس یې خلاص کړ په منډه بېرته کوچنۍ خېمې ته ټیټه ملا مور ته ور دننه شوه د مور په جسد باندې له پاسه پرېوتله! چغې یې اسمان لړزاوه، سلګو یې ټول افغان ملت ته پېغورونه ورکول، له اوښکې یې وډار شوم چې د قهر باران ونه شي!
هو دا په کابل کې د یوه پله لاندې دې یوې فاجعې حقیقي کیسه وه چې د تېر څلوېښت کلن ناورین داستان پکې پروت دی، نور ملت هېڅ د جنګ توان نلري، نور مې زخمي ملت ملهم او پټۍ ته اړتیا لري، هیله کوم او بیا هم هیله کوم چې د لوېدلي وطن راپورته کولو ته راودانګئ دا وطن په شریکه راپورته کول غواړي…
مونږ ته څه کول پکار دي ليکنه:برکت الله«مسرور» دا چې په وطن مو شل کاله غرب واکمن وو شل کاله يې زمونږ په پيسو غولول شوو افغانانو غلامي وکړه او د غرب لپاره يې خپل افغان په شهادت رسول نو معلومه خبره ده چې زمونږ د ډيرو افکار يې خپل ځانته اړولي دي اکثريت ځوانان مو د غرب په فکر روان دي او بعصې خو لا دا هم وايي چې غربيان ډير ښه دي هغوۍ غلا نکوي رشوت نه خوري ان تر دې چې نا عوذب الله بعضی خو يې په مسلمانانو بيهتر ګڼي. نو اوس بيرته د هغوۍ فکرونه… نور لوستل »