نړۍورزش

انګلستان دوهم ځل لپاره د شل اوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۱ل): د شل اوریز نړیوال جام پایلوبه د انګلستان او پاکستان ترمنځ د یکشنبې په ورځ د استرالیا په میلبورن ښار کې ترسره شوه چې انګلستان د پنځه ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د انګلستان له لوري د پاکستان چټک توپ اچونکو پر وړاندې بین سټوکس خپل اعصاب کنترول وساتل او تر پایه ودرید چې بالاخره یې انګلستان ته بریا ورکړه.

په پایلوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په باران ځپلي لوبغالي کې یې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سیال لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې شاهین افریدي د انګلستان پېلیز لوبغاړی وسوځوه چې تر ډیره یې فشار وساته، خو انګلستاني آلرونډر بین سټوکس خپل اعصاب کنترول کړل او تر پایه یې توپ وهنې ته دوام ورکړ. نوموړي سلیزه ووهله.

بین سټوکس چې په ۲۰۱۶ شل اوریز نړیوال جام پایلوبه کې د ویسټ انډیز پر وړاندې په وروستي اور کې د ۲۱ منډو دفاع ونشوه کړی او څلور پرلپسې شپږیزې یې وخوړې، له هغې وروسته په یوازې ځان انګلستان ته د ۲۰۱۹ کال اشیز سیریز، د ۲۰۱۹ یو ورځنی نړیوال جام او اوس شل اوریز جام وګټل.

پاکستان او انګلستان ۳۰ کاله وروسته د نړیوال جام پایلوبه کې مخامخ شول چې انګلستان له خپل سیال څخه د تیرې پایلوبې غچ واخیست.

په ۱۹۹۲ یو ورځني نړیوال جام کې پاکستان انګلستان ته ماتې ورکړې وه، هغه مهال د پاکستان لوبډلمشر د یاد هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان و.

انګلستان له دې وړاندې به ۲۰۱۰ کال کې شل اوریز نړیوال جام ګټلی و، په داسې حال کې چې پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې د یونس خان په مشرۍ دغه جام خپل کړی و.

په ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام کې ویرات کوهلي ۲۹۴ زیاتې منډې وکړې، په داسې حال کې چې سام کوران د لوبې او ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx