شعـــــرونه

د وخت ابوذر/ راشد کامران

راشد کامران

څومره یک تنها، بې هدیرې د قلندر مزار
دغه د عمر دی که د وخت د ابوذر مزار

صبر قندهاره! خاورې خپل خمیر ته لاړلې
سیوري نه څلور کونجه جهان کړ معطّر مزار

راشئ دا منظر له یوه بله اړخه اوګورو
توره شپه وه، جوړ کړ قافلې پر خپل رهبر مزار

خلګ غواړي زر د ځمکې مینځ څخه را اوباسي
موږ بیا تورو خاورو ته سپارلي دي سره زر مزار

کاش چې هر سهار مو سترګې یخې په زیارت ولې
کاشکې چې یې جوړ وای د شمشاد د غره په سر مزار

خیر دی راشده میړه مري، میړانه پاتې وي
تیرې که پیړۍ شي بیا یې هم لري اثر مزار

راشد کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx