
د ښځو تعلیم؛ ملت ته څه ووایو؟
حفيظ الدين پيرزاده
له فتحې پس چې د جینکیو د تعلیم مخه ونیول شوہ، موږ ھر څه په حالاتو پورې وتړل، ویل به مو: حالات اضطراري دي، لا ھم پنجشیر کې جگړہ روانه دہ، لا ھم باید انتظار وکړو.
ھر څه به ورو ورو سم شي!
پنجشیر فتحه شو، ملي حاکمیت تأمین شو، خو بیا ھم د جینکیو پر تعلیم بندیز دوام وکړ.
موږ ویل، اوس د دوبي رخصتي دہ، چې دا ختمې شي، کارونه به جوړ شي!
آخر د ښوونځیو رخصتۍ ھم پای ته ورسیدې، خو د ښځینه زدہ کوونکیو پر مخ د ښوونځیو دروازې ھماغسې تړلې پاتې شوې!
بیا مو ویل، د معارف چارواکي مو د ښځینه زدہ کوونکیو لپارہ د مصؤن او شرعي چاپیریال پر جوړولو اخته دي؛ کال تیر شو خو دا مصؤن چاپیریال موږ ته لکه د برمودا مثلث ، ھمداسې لا ینحله پاته شو!
بیا کوم چارواکي وویل: د جینکیو د ښوونځیو بندیدل یا بندول کلتوري ستونزہ دہ، ولس نه غواړي لورگانې یې باسیوادہ بې حیا شي!
ور پسې یو بل چارواکی لکه د نورستان د لوړو غرونو گربت را شیوہ شو، ږغ یې کړ: دا ټول ھسې مباح شیان دي ، سر پر مه خوږوئ!
د معارف نخبه گان حفظھم الله جمیعاً و رعاھم، تر اوسه و نه توانیدل چې د جینکیو د منځنیو ښوونځیو د بندو دروازو کلي گانې له کوہ قاف څخه راوړي!
ستونزہ چرته دہ؟
مسئله ھمدا دہ چې ډیری زما پشان نه پوھیږي ستونزہ چرته دہ؟ او ھغه چې پوھیږي حال نه وایي!
مولانا وایي:
ھر که او بیدار تر، پُر درد تر
ھر که او اگاہ تر، رُخ زرد تر
خو زہ به دلته ستاسې مخې ته ھغه احتمالات کیږدم چې فکر کیږي د ښوونځیو د بندیدو په مسئله کې به یې رول لوبولی وي:
۱- شرعي حکم
ځینې علمای کرام د ښځو بې ضرورته له کورہ وتل، مجاز نه بولي، په ځانگړي ډول ھغوی چې د دنیوي علم زدہ کړہ مباح گڼي.
ډیری یې پر دې مبارک حدیث استدلال کوي:
أفضل صلاة المرأة في بيتها ( د ښځې لمونځ په کور کې بھتر دی )
د دوی پر نزد د مباح شي تر لاسه کول ضرورت نه دی نو جینکۍ باید په غیر ضروري شیانو پسې له کور بھر و نه وځي!
چې د لمانځه لپارہ ورته له کورہ د بھر تللو اجازہ نشته، نو تر لمانځه به بل مھم کوم شی وي چې ھغوی د فتنې په دې زمانه کې له کور څخه بھر تللو ته اړې کړي ؟!
۲- کلتور
څه مودہ مخکې مو په رسنیو کې د کوم چارواکي له قوله ولوستل چې د مکتبونو بندیدل کلتوري ستونزہ دہ!
ھغه ویل: افغان غیرتي ولس پخپله نه غواړي چې لوڼې او خویندې یې له کورہ بیرون ووځي، سترگې یې څیري شي او د کوڅو بد اخلاقه ھلکان ورپسې شپیلي ووھي…..
۳- مصلحت
ځیني بیا د ښځو له کورہ نه وتلو ته د مصلحت نوم ورکوي او وایي: اوس د فتنې او فساد زمانه دہ. د ښځې له کورہ بھر وتل فتنې زیږوي، بھترہ دہ ښې درندې په خپلو کورونو کې کیني، قرآن کریم ھم وایي:
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ. سورت الاحزاب
۴- د اقتصاد ستونزہ
ما له ځینو دوستانو دا خبرہ ھم اوریدلې چې وایي: اقتصاد مو کمزوری دی. نړیوال نه یواځې دا چې مرسته را سرہ نه کوي، بلکې په بھر کې یې زموږ شتمنۍ ھم کنگل کړي.
موږ د ھلکانو د ښوونځیو چلولو ته کافي پیسې نه لرو، که د جینکیو د ښوونځیو دراندہ مصارف ھم د خپل لړزاندہ اقتصاد پر کمزوریو اوږو بار کړو، نو ویرہ شته د اقتصاد ملا مو را کږہ کړي!
موږ باید لومړی خپل اقتصاد پر پښو ودروو، پر سترو ملي پروژو پانگونې ته ترجیح ورکړو او بیا نورو کارونو ته؛ الأول فالأول !
زہ وایم:
۱- شرعي حکم
د علم حصول ( فرض عین او کفایي ) پر قطعی الثبوت نص ثابت دی، په فرضیت کې یې بیشمارہ آیات، احادیث او د سلف الصالح اقوال موجود دي!
په اسلام کې ھیڅ داسې شرعي دلیل وجود نه لري چې د ښځو د تعلیم ( دیني او دنیوي ) مخنیوی دې وکړي بلکې پیغمبر علیه السلام پخپله ام المؤمنین حضرت حفصة رضی الله تعالی عنھا ته د لیک او لوست د زدہ کړې لپارہ معلمه مقررہ کړې وہ!
( لیک لوست د دیني او دنیوي تعلیم اساس دی ) .
دا چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي د ښځې لمونځ په کور کې افضل دی نو دلته باید څو نکتو ته پام وکړو:
۱- حدیث شریف د افضل او مفضول خبرہ کوي، په دې مانا چې که ښځه کور کې لمونځ وکړي، ھغه ډیر بھتر دی تر ھغه لمانځه چې جومات کې یې ادا کوي.
افضل، اکبر، اجمل، اعظم او نور د تفضیل صیغې دي چې د دوہ یا څو شیانو تر منځ مقایسوي توپیر بیانوي. که زہ ووایم زما اشنا وزیر گل اجمل دی. دا جمله ناقصه دہ ځکه دلته باید د ھغه د ښکلا مقایسه له بل چا سرہ وشي.
سمه جمله به داسې وي: وزیر گل تر جنت گل اجمل دی! د دې جملې مانا دا دہ چې جنت گل ھم ښکلی دی خو وزیر گل تر ھغه ډیر ښکلی دی!
ھمداراز د ښځو لمونځ په مسجد کې بھتر دی خو په کور کې تر ھغې زیات بھتر دی!
په حدیث شریف کې د ښځو مسجد او یا بھر ته پر تللو د ممانعت خبرہ اصلاً مطرح نه دہ!
پیغمبر علیه السلام فرمایلي: لَا تَمْنَعُوا نِسَاءَكُمْ الْمَسَاجِدَ، وَبُيُوتُهُنَّ خَيْرٌ لَهُنَّ. “ښځې له جوماتونو څخه مه منعه کوئ”.
رواہ احمد و ابو داؤد
۲- د پیغمبر علیه السلام فرمودہ تشجیعي او تشویقي جنبه لري. ښځې، ھسې ھم په کورونو کې د کور پر تدبیر، ماشومانو او نورو ضروري شیانو کې دومرہ مصروفې وي چې مساجدو ته تگ ورته، ډیری وخت ستونزمن وي.
نو ځکه پیغمبر علیه السلام ھغوی ته زیری ورکړ چې د ښځو د کور لمونځ د سړي د مسجد له لمانځه سرہ په ثواب کې برابر دی!
۳- دا مبارک حدیث د اصول فقھې له مخې احاد دی، په صحیحینو کې ھم نه دی راغلی او محتمَلُ التأویل دی نو حکم یې ھم باید ظني وي، په دې مانا چې د نورو نصوصو او مقتضااتو په موجودیت کې به یواځې ھمدا حدیث د فتوا اساس نه جوړوي. ( دا د اصول الفقهې بحث دی چې د بې ځایه طوالت له امله ترې تیریږم )
۲- کلتور
کلتور چې اصول الفقه یې عُرف بولي، د شرعي احکامو د استنباط یو مھم مصدر دی.
خو دا مصدر ھغه مھال د منلو وړ وي چې د تشریع د نورو اصلي مصادرو ( قرآن، سنت، اجماع ) سرہ په ټکر کې نه وي او دویم دا چې د حکم استنباط به یې ھم د کومې فرعي مسئلې په اړہ وي.
لومړی خو باید ووایو چې د جینکیو له ښوونځیو سرہ مخالفت له سرہ زموږ کلتور نه دی!
موږ له ډیر پخوا د جینکیو لپارہ مکاتب لرل. ھمدا اوس د کابل ښار او د ھیواد په ھرہ بله سیمه کې د جینکیو ښوونځۍ موجودې دي.
د جینکیو د ښوونځیو موجودیت د دې محترم چارواکي د خبرې ښکارہ نفې دہ.
موږ باید خپله شخصي سلیقه او مزاج پر ولس د ھغوی د کلتور په توگه و نه تپو!
د ھیواد په چرته لیرې پراته کلي کې د کلیوالو لخوا د جینکیو له ښوونځۍ سرہ مخالفت د ټول افغانستان استازیتوب نه شي کولای!
که بالفرض دا ومنو چې د جینکو ښوونځۍ زموږ له کلتور یا عُرف سرہ په ټکر کې دي نو بیا ھم د منلو وړ ځکه نه دی چې دا عُرف مو د شریعت له اصلي مصادرو، قرآن او سنت، سرہ په ټکر کې دی!
ھمداراز دا حکم د کومې فرعي مسئلې په اړہ ھم نه دی چې عُرف پکې د شریعت د مصدر په توگه ومنل شي!
۳- مصلحت
مصلحت ھم د اسلامي شریعت داسې یو مھم مصدر دی چې کله کله د قطعي الثبوت نص حکم متوقف کولای شي.
سیدنا عمر رضی الله تعالی عنه د مصلحت پر بنا مؤلفة القلوب ته د زکات ورکړہ متوقفه کړې، سرہ له دې چې په قرآن کې یې د زکات د مستحقینو په لست کې ذکر راغلی!
خو مصلحت ھم ھغه مھال د منلو وړ وي چې امیر المؤمنین یې د خپل اجتھاد پر مټ د ولس په نفع وبولي, یانې د مصلحت حکم ھم باید د ولس د عُلیا مصالحو پر بنسټ وي!
د ښوونځیو په تړلو کې ھیڅ رنگ مصلحت نشته.، نه دیني او نه دنیوي!
دا چې ښځې باید په کور کې کیني او په استدلال کې یې پورته ذکر شوی ایت راوړل کیږي ھم سم نه دی، ځکه دا مبارک ایت امھات المؤمنین پر “یا نساء النبی” مخاطبوي. زموږ مفسرین دا آیت پر امھات المؤمنین پورې مختص کوي.
د پیغمبر علیه السلام، صحابه کرامو، تابعینو او پاته سلف الصالحو په زمانه کې ښځې ھر مھال له کورہ بھر تللې، په مساجدو کې یې پر جماعت لمونځونه کړي، په غزاگانو کې یې برخې اخیستي، ستر تالیفات یې کړي …..
۴- اقتصاد
موږ ټول پر دې پوھیږو چې د کمزوري اقتصاد خبرہ مازې یوہ بھانه دہ.
که داسې نه وي نو کمزوري اقتصاد مو د کوم میکانیزم له مخې د ټولنې په ټولو سکتورونو کې د تعلیم او بیا په تعلیم کې د ښځو تعلیم او په ھغه کې بیا د شپږم تر دولسم ټولگي تعلیم او په ھغه کې بیا یواځې پښتون میشتې سیمې په نښه کوي؟!!
لوړ تحصیلات مو ھم د تعلیم برخه دہ. ھلته چې وزیر صیب یې فعال وو، د ټولو ستونزو او فشارونو سرہ یې د خپلې معزولۍ تر ورځې د تحصیلي بنسټونو دروازې د جینکیو پر مخ خلاصې ساتلې وې! تر دې پس، والله اعلم!!
څه باید وشي؟
په نړۍ کې څه کم دوہ سوہ ھیوادونه دي، چې له دې ډلې څخه پنځوس یې اسلامي دي. په یوہ کې ھم د جینکیو پر تعلیم بندیز نشته، دا یواځې افغانستان دی چې د جینکو پر زدہ کړو یې پابندي لگولې!
حل لار به یې څه وي؟
څرنگ کیدای شي دا غمیزہ نورہ اوږدہ نشي؟
ما دا پوښتنې د امارت ځینو روڼ اندو ملگرو مخې ته کیښودې چې غوړچاڼ یې دلته له تاسې سرہ شریکوم:
۱- له امیر المؤمنین څخه د یو څو محافظه کارو شیخانو حلقه را تاوہ دہ. د دوی چې څه زړہ وي، ھماغه مشر ته په غوږونو کې ورڅڅوي.
مشر ھغه څه اوري چې دا کړۍ یې پرې اوریدل غواړي او ھغه څه ویني چې ھمدوی یې پرې لیدل غواړي.
ھمدا کسان د ښځو د تعلیم مطلق مخالفت کوي، خو بیا دومرہ اخلاقي جرئت ھم نه لري چې راشي، ولس ته مخامخ ووایي: د ښځو تعلیم حرام دی، تر څو ولس پخپل سرنوشت پوہ شي!
۲- اوس مھال د ولس د امید سترگې د ملا برادر، مولوي کبیر، مولوي یعقوب او خلیفه صیب پر طرف اوړي چې دا کنگل مات کړي.
له دې کړۍ سرہ کیني، قناعت ورکړي تر څو خپله سلیقه او مزاج پر ولس د شریعت په نوم و نه تپي!
موږ ته لوی رب یو عجیب طلایي فرصت په لاس راکړی، دا باید ھدر لاړ نشي!
د امارت پایښت او بریا تر ھر بل چا څخه ډیرہ مھمه دہ؛ که امارت وي، ھر څه شته، که امارت نه وي، ھیڅ ھم نشته!
۳- د ښځو د تعلیم په مسئله کې دې د ټول افغانستان په سطحه، د بارزو علمای کرامو او ولسي متنفذینو یوہ سترہ غونډہ را وغوښتلای شي، د امارت د مرکزي دار الإفتاء علمای کرام دې ھم پکې گډون وکړي.
ھمدا مسئله دې ورته مخې ته کړي. دې سترې اجتماع چې د ولس په استازیتوب ھرہ پریکړہ وکړہ، ټولو ته به د منلو وړ وي، ځکه پیغمبر علیه السلام فرمایي: قَالَ : إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي عَلَى ضَلَالَةٍ ، وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ.
رواہ الترمذي ( زما امت پر گمراھۍ نه یو ځای کیږي ).
۴- د امارت د روڼ اندو دندہ دہ چې د خپلو څوکیو پر ځای د اما رت ژغورلو په فکر کې شي!
دغه دوہ درې کسان چې خپل لنډ اند د شرعي حکم په نوم پر ټول اما رت تحمیلوي، په رسنیو کې وننگوي، نومونه یې افشا کړي، تر څو ولس وپوھیږي، څوک یې د لوڼو د تعلیم مخالفت کوي!
۵- د وزیرانو شورا
د وزیرانو شورا او د مستقلو اداري واحدونو غونډې دې په منظمه توگه دایرې شي، د مشر شیخ صیب ټول تصامیم، احکام، او فرامین دې د ھمدې شورا له غور، بحث او څیړنې وروسته، د اکثریت رایو په نظر کې نیولو سرہ د فرمان یا د کابینې د پریکړې په توگه اعلام او یا ھم د تعدیل لپارہ بیرته د شیخ صیب دفتر ته ولیږل شي!
۶- د مشر شیخ صیب سرہ لیدنه
د شیخ صیب څخه د تاوې شوې کړۍ له لاسه ھر څوک څه، چې خواص ھم ورسرہ په اسانه نشي لیدلای.
زہ شخصاً داسې لوړ پوړي چارواکي پیژنم چې د ځینو مھمو رسمي کارونو د اجراء لپارہ ھلته ور شي، په ورځو او ھفتو ورته پراته وي خو د شیخ صیب سرہ ملاقات نه میسر کیږي!
که د شیخ صیب دیدن ارزان شي، لاس رسی ورته آسان شي نو په داسې مواردو کې به زموږ اھل خِبرہ او مسلکي کادرونه وخت په وخت ورته خپلې مشورې نیغ په نیغه ورسولای شي!
۷- د امیر المؤ منین دفتر کابل ته انتقالول
کابل د افغانستان پلازمینه دہ. د افغانستان یوہ سترہ غمیزہ د قوي مرکزي حکومت نه شتون وو. د اما رت پر راتگ لله الحمد، دا ستونزہ حل شوہ. قوي کابل د قوي مرکزي حکومت لپارہ اړین دی خو که د مرکزي حکومت د قدرت ځایونه ویشل شوي وي، دا کار پخپله د قوي مرکزي حکومت پښې وھي!
نو ځکه باید یواځې کابل، د مرکزي حکومت د ثقل او اقتدار مرکز وي!
***************
اما رت نړۍ ځکه ماته کړہ چې داعیه یې پر حقه او د ولس ملاتړ ورسرہ وو. او دا ولسي ملاتړ به تر ھغې ورسرہ وي، تر څو یې چې داعیه پر حقه وي!
د ولس لوڼې له تعلیم څخه محرومول، نه پر حق داعیه دہ او نه د دیني او دنیوي استدلال پر مټ توجیه کیدای!
په داسې کړنو، امارت ولسي ملاتړ له لاسه ورکوي او تداوم یې ولسي سرغړونې او ټولنیزې نافرمانې ته لیار خلاصوي، ځکه چې:
لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق. الحدیث
جانان زما پر سر جانان دی
که لاس ترې واخلم د دوھۍ ملنگ به شینه
لا قدر الله ذالک
_______________________________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۳/ ۲۰۲۲ م
لندن
پیرزاده صیب مونږ دا دیرش کاله ورته چوپړ واهه دفاع مو ترې کوله خو دوی د مدینې منافقین را وختل او مونږ یې ټول وشرمه ولو . طالب نه اصلاح کیږي خو که دوی ړنګ شي بیا به پښتون غلامي کوي !!