نړۍ

د نړۍ د وګړو شمېر ۸ ملیاردو ته ورسېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل): ملګري ملتونه د وروستیو احصائیو په حواله وایي چې په نړۍ کې د نفوس شمېر تر ۸ ملیاردو ورسېد.

د ټویټر خبري اژانس وایي چې د ۸ ملیاردو له برخې تر ټولو زیات نفوس د چین او هند هېوادونو دی.

اوسمهال په چین کې د وګړو شمېر یو ملیارد او ۴۰۰ ملیونه اټکل شوی په داسې حال کې چې د هند نفوس یو ملیارد او ۳۸۰ ملیونو ته رسیږي.

ملګري ملتونه وایي چې په نړۍ کې د نفوس زیاتوالی د پخوا په پرتله سوکه شوی دی، چې په تېر یو کال کې له یو فیصد څخه کم دی.

دوی زیاتوي چې له ۷ ملیاردو څخه تر ۸ ملیاردو د نفوس زیاتوالي کې ۱۲ کاله ولګېدل، چې په راتلونکي کې به له دې هم سوکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx