افغانستان

هوايي چلند وزارت؛ د پخوا په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی

 

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۲۵لړم، ۱۴۰۱ل ): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د تېرو شپږو میاشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زیات شوی دی.

د یاد وزارت ویاند ( امام الدین احمدي) وایي چې پخوا به په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر له ۵۰ څخه بیا تر ۷۰ پوري وه، د نوموړي په وینا، اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته پورته شوی دی.

د احمدي په خبره، د متحده عربي‌ اماراتو له (ګاک) شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

په ورته مهال د اقتصاد وزارت وایي‌ چې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد په وده مثبت اغېز کولای شي او په دې برخه کې باید د هوايي ترانزیټ برخي‌ ته لا زیاته پاملرنه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx