
څلور هغه غوره لوبډلې چې له قطر نړیوال جام څخه پاتې دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل): د فوټبال نړیوال جام هر پړاو لوبې د غوراوي اوږدې پروسې له کبله د غوره لوبډلو له شتون پرته ترسره کیږي.
د فوټبال نړیوال جام په تاریخ کې برازیل یوازینۍ لوبډله ده چې تر دې دمه یې په هر ډول پړاو کې برخه اخیستې، په داسې حال کې چې نورې غوره لوبډلې یو نه یو ځل له دغو لوبو پاتې شوې دي.
په همدې تړاو په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبې چې راتلونکې یکشنبه پېلیږي، څلور داسې غوره لوبډلې دي چې په غوراوي سیالیو کې له یاد جام څخه بې برخې شوې دي.
ایټالیا لوبډله
ایټالیا په وروستیو شېبو کې په قطر کې له نړیوال جام څخه پاتې شوه چې یوازې ددوی د مینوالو لپاره نه بلکې د ټول فوټبال مینوالو لپاره بد خبر دی، ځکه چې ایټالیا د روسیې ۲۰۱۸ نړیوال جام کې هم ګډون نه و کړی.
ایټالیا ۱۸ واره په نړیوال جام کې ګډون کړی چې له مخې یې ۴ ځل له دغه جام څخه غیبه شوې ده، په دې کې ۱۹۳۰، ۱۹۵۸، ۲۰۱۸ او د قطر نړیوال جام پړاوونه دي. دغه راز ایټالیا څلور ځل ددغه جام اتلولي خپله کړې چې اوسمهال په نړیوال رینکینګ کې شپږم مقام لري.
إلى الجحيم.. لاعبو إيطاليا يتحولون من أبطال إلى أشرار بعدما تبخر حلم كأس العالم مجدداhttps://t.co/4v4xBY9dDG pic.twitter.com/TeKaWr7Yxe
— الجزيرة رياضة (@AJASports) March 25, 2022
ايټالیا د قطر نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالیو پرمهال په خپله وروستۍ لوبه کې د شمالي مقدونیا پر وړاندې له ماتې سره شوه چې له کبله یې له یاد جام څخه بهر شوه.
ایټالیا لوبډلې په ۲۰۲۲م کال کې انګلستان ته په ماتې ورکولو د اروپا ملتونو لیګ اتلولي هم خپله کړې وه.
کولمبيا لوبډله
کولمبیا لوبډله اوسمهال په نړیوال رینکینګ کې په ۱۷ مقام ده، خو په قطر نړیوال جام کې ځای نه لري او شپږ ځل لپاره یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی.
کولمبیا تر ټولو غوره لوبې په ۲۰۱۴ نړیوال جام کې ترسره کړې چیرته چې یې وروستیو څلورو لوبډلو ته لار موندلې وه.
د غوراوي سیالیو پرمهال کولمبیا یوازې یوې نمرې ته اړتیا درلوده خو د لاتیني امریکا سیالیو پرمهال له پیرو لوبډلې وروسته په شپږم مقام پاتې شوه.
پیرو لوبډله
د لاتیني امریکا لوبډله پیرو په نړیواله کچه ۲۳م مقام لري، چې د غوراوي سیالیو پرمهال د استرالیا پر وړاندې له ماتې وروسته قطر ته له سفر پاتې شوه.
پیرو لوبډلې د امریکا په غوراوي سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ او اکوادور لوبډلې څخه ۲ نمرې شاته شوه چې له مخې یې ونشول کړای دغو سیالیو ته لاره پيدا کړي.
یادې لوبډلې پنځه ځل نړیوال جامونو کې ګډون کړی چې څلور واره په ګروپي لوبو کې بهر شوي او یوازې یو ځل یې په ۱۹۷۰ کال پړاو کې نیمه پایلوبو ته لار موندلې ده.
سویډن لوبډله
د قطر نړیوال جام ته د لار نه موندلو له کبله سویدن د لسم ځل لپاره له یادو سیالیو بهر شوه، په داسې حال کې چې ۱۲ واره یې دغو لوبو کې ګډون کړی دی.
سویدن لوبډله اسپانیا سره په ګروپ کې په دوهم مقام پاتې شوه چې له کبله یې له یاد جامه بهر شوه، دغې لوبډلې لپاره تر ټولو ښه لاسته راوړنه د ۱۹۵۸ کال نړیوال جام کې د برازیل پر وړاندې پایلوبه کې ۲ پر پنځه ماتې منل وو چې دوهم مقام یې خپل کړی و.
یادې لوبډلې په ۱۹۵۰ او ۱۹۹۴ کلونو کې دوه ځلې درېیم او په ۱۹۳۸ کال کې څلورم مقام خپل کړی و. اوسمهال سویدن لوبډله په نړیواله کچه ۲۵ مقام لري.
دغه راز اوکرانیا، چیلي او نایجیریا هم له روان پړاو سیالیو څخه بهر شوې دي.
د یادونې ده چې د قطر فوټبال نړیوال جام د نومبر په شلمه نېټه د یکشنبې په ورځ د قطر او اکوادور لوبډلو له سیالۍ پېلیږي.