
فوټبال نړیوال جام؛ میسي نړیوال جام لپاره څلور د خوښې لوبډلې په ډاګه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل): د ارجنټاین هېواد مشهور نړیوال فوټبال ستوری لیونل میسي په قطر کې د پېلیدونکي فوټبال نړیوال جام په اړه څلور د خوښې لوبډلې په ډاګه کړې.
د پاریس سان جرمان کلب ۳۵ کلن ستوري د راتلونکي فوټبال جام لپاره خپلې ملي لوبډلې ارجنټاین سربېره انګلستان، فرانسه او برازیل لوبډلې د جام ګټلو لپاره د خوښې لوبډلې اعلان کړې.
میسي د نړیوال جام ګټلو لپاره د ارجنټاین لوبډله سیال وبلله او زیاتوي چې که له ماڅخه د غوره کاندیدانو پوښتنه وشي زه به د ارجنټاین سربېره انګلستان، فرانسه او برازیل د نورو په پرتله پياوړي او سیالان وګڼم.
خو ددې سربېره نوموړی وایي چې نړیوال جام یو ستونزمن او پیچلې جام دی چې د هر څه توقع کیدلی شي.
د لیونل میسي لپاره به د قطر فوټبال جام وروستی وي چې نوموړي پنځه ځل دغه جام کې برخه اخیستې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې پایلوبې ته لار وموندله چې د جرمني پر وړاندې یې په یو صفر ماتې ومنله.
ارجنټاین لوبډلې دوه ځل نړیوال جام ګټلی چې په وروستي ځل یې په ۱۹۶۸ کې دغه جام خپل کړی و. چې د دریم ځل لپاره یې په ۲۰۱۴ کې د جام ګټلو فرصت له لاسه ورکړ.
د کوپا امریکا جام اتلوله لوبډله ارجنټاین په تېرو 35 لوبو کې هیڅ لوبه کې ماتې نه ده منلې، چې په نړیوال جام کې د نورو لوبډلو لپاره د خطر زنګ وهلی شي.
د میسي لوبډله په سږني فوټبال نړیوال جام کې د سعودي، میکسکو او پولنډ سره په یو ګروپ کې ځای لري چې خپله لومړۍ لوبه به د سه شنبې په ورځ د سعودي پر وړاندې ترسره کړي.