نظــر

موږ مسلمانان ولې شاته پاتې یو!؟

احسان تبسم

اوسمهال که موږ او تاسو وګورو، مسلمانان له نورې نړۍ څخه ډېر شاته پاته دي، نن مسلمانانو ته د کښته درجې خلکو په سترګه کتل کیږي، تر دې چې کله کله خو په ځینو هیوادونو کې مسلمان وګړي زړه نه ښه کوي چې په ټولنه کې ځان ته د مسلمان خطاب وکړي، ولي؟

کله چې تاریخ ولولو، له اتمې څخه تر دوولسمې پیړۍ پوري دوره د اروپایانو لپاره د تیارې دور (The dark ages) په نوم یادیږي، تیاره یې ولي ورته ویل؛ ځکه د اروپایانو (غربي نړۍ) لپاره د جهالت او تیارې دوره وه، ځیني وختونه بیا اروپایان دغه د تیارې دورې کلمه ټولې نړۍ ته منسوبوي، چې ګواکې ټوله نړۍ هغه مهال په تیارو کې ډوبه وه، حال دا چې په نوموړو پېړیو کې یوازي دوی له انسانیت او علم څخه لري وو چې وروسته د مسلمانانو د تمدن د علم او پوهې څپو څخه برخمن او راپورته شول.

په نوموړو پېړیو کې مسلمانان په ټولو علومو کې دومره مخته وو، چې غربي نړۍ یې حتی تصور هم نشوای کولای، مسلمانانو د ساینس، ټکنالوژۍ او ټولنیزو علومو برخه کې بې ساري پرمختګ کړی وو حتی تر دې چې یهودو او غربي نړۍ د مسلمانانو په لاس جوړو شویو هغو ماشینونو او توکو ته د سحر نوم ورکوه چې فزیکي میکانیزم به یې دوی ته څرګند نه وو، او مسلمانان به یې ساحران بلل.

اوس مهال اسلامي هېوادونو کې د ساينس په اړه په ټولو تعليمي مرکزونو کې دا فکر شتون لري چې ګواکې دا ساينسي لاسته راوړنې او پرمختګونه تر غرب او اروپا پورې تړاو لري، سره له دې چې نن ټوله نړۍ دا خبره مني چې اوسنۍ لاسته راوړنې او پرمختګونه ټول زموږ د مسلمانانو ساینسپوهانو د استقرايي استدلال پر بنسټ ولاړ دي او په سر کې يې زموږ د پیاوړو عالمانو او ساينسپوهانو لکه: خالدبن یزيد، زکريا رازي، ابو علي ابن سینا، خوارزمي، ابوريحان البيروني، فارابي، ابن مسکویه، کندي، ابن هیثم ، جابر بن حيان او موسی بن شاکر نومونه راځي، نو موږ فکر کوو چې هر څه مو له نورو زده کړي يا را اخېستي دي، سره له دې چې مسلمانو عالمانو په هر ډګر کې د ټولنيزو او ساینسي علومو په برخه کې د نړيوالو مخکښان او لارښوونکي دي.

مخکې له دې چې د اسلامي نړۍ هغه عالمان ذکر کړو چې علومو او نړۍ ته یې پرمختګ ورکړی وو، په لنډ ډول راځو دې ته چې مسلمانانو څنګه خپل هغه روښانه او ویاړلی موقف له لاسه ورکړ.
په لومړي سر کې غربي نړۍ هڅه پیل کړه چې مسلمانان له قرآن کریم څخه لري وساتي، حال دا چې خپله یې قرآن کریم په ډېر دقت سره ولوست او خپل د دنیوي پرمختګ لپاره یې پوره ګټه ځیني اخیستې ده.

کفري نړۍ داسي یو پلان باندي کار پیل کړ چې څنګه مسلمانان ګمراه کړي، آخر کې دې پایلې ته ورسېدل چې مسلمانان په زور نه ماتېږي، نو داسي یو پلان یې جوړ کړ، چې علوم د مسلمانانو تر منځ وویشي، چې یوې برخې ته یې دیني او بلې برخې ته یې دنیوي او یا هم عصري علوم وویل او د دواړو برخو تر منځ یې د هغې بنسټیزې او اړینې اړیکې شکولو هڅه وکړله چې د مسلمانانو د پرمختګ راز پکې پټ وو، چې د وخت په تېرېدو سره په خپل پلان کې کامیاب هم شول.

ساینسي او دیني علوم یو له بل څخه جلا کړل شول، ساینسي علومو ته د عصري علومو نوم ورکړل شو او دیني علوم د قرآن کریم علوم وګڼل شول، حال دا چې ټول ساینس پر قرآن کریم ولاړ دی، ځکه خو په اوایلو کې چې مسلمانان په قرآن کریم کې ښه پوهه لرله، په ساینسي علومو هم پوه او پرمختللي وو.

وروسته له دې به چې کله هم کوم مسلمان دیني علوم لوستل، هغه به ځان یوازي تر مسجد او مدرسې پوري محدود کړ اوعصري علوم به یې د دیني علومو څخه جلا او یا ځینو خو به بیخي د اسلامي اصولو خلاف ګڼل.

او کله چې به کوم مسلمان عصري علوم لوستل پیل کړل، له دیني علومو سره به یې مخه ښه وکړله او د دیني علومو لوستل به ورته د وخت ضایع معلومېدله.

په پایله کې د دیني او عصري علومو تر منځ هغه اساسي او بنسټیزه اړیکه چې د مسلمانانو ښیرازي ورسره مل وه، وشکېدله. د دې تر څنګ د مسلمانانو شتمني او امنیت (ډاډه چاپریال) له منځه ولاړل کوم چې د پرمختګ لپاره ډېر مهم ځیزونه دي. ( موږ په بله لیکنه کې پر دې پوره بحث کړی دی)
او بله هڅه یې دا وه، چې څنګه ساینسي علوم له مسلمانانو څخه غلا او واګي یې په خپل لاس کې واخلي، او په تاریخ او علومو کې یې خپل په نوم درج کړي، نو یې تعلیمي نصابونه په خپل اختیار کې راوستل او په دغه کې هم کامیاب شول. په ساینسي علومو کې ډېر پر مختللي مسلمان عالمان دي نن یې په کتابونو کې نومونه نه لیدل کیږي او یا یې نومونه نورو نومونو ته بدل کړل سوي دي.

د ځینو عالمانو نومونه لاندي ذکر سوي دي:
• نن د ساینس کتابونه داسي لیکي چې (د وینې دوران/Blood circulation) څلور سوه کاله مخکې (ویلیم هاروې/William Harvey) کشف کړ، خو کله چې څېړنه او ژوره مطالعه وکړو نو معلومیږي چې اته سوه کاله مخکې (د ویلیم هاروې څخه څلور سوه کاله مخکې) ابن نفیس (۱۲۱۳-۱۲۸۸ ز) وو چې د ویني دوران (Blood circulation) یې کشف کړ، چې خپله ابن نفیس د قرآن کریم د ژورې مطالعې په پایله کې بریالی شوی وو.

• د نړۍ لومړنۍ جغرافیایي نقشه ابو عبدالله محمد الادریسي (۱۱۰۰-۱۱۶۶ ز) په (۱۱۵۴ ز) کال کې وکاږله چې تر ننه ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، الادریسي جغرافیه پوه او نقشه جوړونکی وو.

• د مثلثاتو (Trigonometry) علم البیروني رامنځته کړی دی، ځکه خو ابو ریحان البیروني (۳۶۲-۴۴۲ هـ. ق) ته د مثلثاتو پلار ویل کیږي.

• فاطمة بنت محمد الفهریة (۸۰۰-۸۸۰ ز) د لومړني پوهنتون بنسټ ایښودونکې ده، پلار یې لوی سوداګر وو، تر مړینې وروسته یې ټول مال لور (فاطمې) ته پاتې شو، چې د نوموړي پوهنتون ساختماني چارې ټولې دې په خپله وڅارلې او په اتلسو (۱۸) کلونو کې بشپړ شو.

• ابو یوسف الکندي (۸۰۱-۸۷۳ ز) ویلي وو چې (All Laws are Relative)، څو کاله وروسته البرټ انسټاین د (Theory of Relativity) تیوري رامنځته کړه او د نوبل جایزه یې واخیستل او الکندي لري کړل شو.

• نن موږ او تاسو په کیمیا کې وایو چې (ګبر/Gaber) د کیمیا د پلار په نامه یادیږي، حال دا چې اصلي نوم یې (جابر/Jabir) دی او د کیمیا د پلار په نوم یادیږي.

• ابو علي ابن سینا (۳۵۹-۴۱۶ هـ . ش) چې یو ډېر پوه طبیب وو او ګڼ شمېر کتابونه یې لیکلي دي او تر ننه یې کتابونه پوره نه دي ژباړل سوي، په طبابت کې یو ځلانده ستوری دی، خو نن په طب کې د (اویسینا/Avicenna) په نوم یادیږي.

• ابو علی محمد بن حسن بن هیثم (۳۵۴-۴۳۰ هـ . ش) لومړنی عالم دی چې د نوري فزیک اړوند یې ډیري لیکني کړي دي، چې کتابونه یې تر ننه پوري تدریسیږي، لومړنۍ کېمره هم نوموړي اختراع کړه، چې د کېمرې کلمه له (قمرة) څخه اخیستل شوې، ځکه خو ورته د نوري فزیک پلار (Father of Optics) ویل کیږي، نوموړي دا هم جوته کړه چې د انسانانو سترګه څنګه لیدل کوي.

• درې وړونه جعفر، احمد او حسن ابن موسی ابن شاکر (درېیم هجري قرن) لومړني انجنیران او ریاضي پوهان وو، د دوی کتاب په (۸۵۰) کال کې خپور شو، چې د اتوماتو وسایلو په جوړولو کې ګټه ورڅخه واخیستل شوه.

همدارنګه دوی د ټولې نړۍ سطحه (Surface area of Earth) په داسي وخت کې اندازه کړله، چې غربي نړۍ دا نه منله چې نړۍ بیضوي (هګۍ ډوله) شکل لري او هواره یې ګڼل.
په سل هاوو نور داسي عالمان لرو چې دلته یې نوم نه دی ذکر سوی، په سل هاوو مختلف کتابونه یې لیکلي دي او ډیرو مهمو شیانو په کشفولو کې یې ونډه درلودله.

احسان تبسم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx