ورزش

قطر نړيوال جام د فوټبال په تاريخ کې تر ټولو قيمته جام دی

نن ټکی اسيا جمعه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۱ل): د قطر فوټبال نړيوال جام د يکشنبې په ورځ په دوحه ښار کې پېليږي چې د مصارفو له لحاظه په نړۍ کې تر ټولو قيمته نړيوال جام ګڼل شوی دی.

د قطر فوټبال کارپوهانو او بېلا بېل راپورونو له مخې له ۲۰۱۰ کال راهيسې له کله چې قطر د نړيوال جام لپاره انتخاب شو، تر دې دمه پر دغه جام ۲۲۰ مليارده ډالر مصرف راغلی دی.

قطر د فوټبال نړيوال جامونو په تاريخ کې تر ټولو قيمت ترينه نړيوال جام دی، چې له دې وړاندې په ۲۰۱۴ کې د برازيل او په ۲۰۱۸ کې د روسيې نړيوال جامونو ګډ شاوخوا ۲۰ مليارده مصرف درلوده.

له تېر نړيوال جام څخه چې په روسيه کې ترسره شو د قطر جام مصرف ۲۰ چنده لوړ شوی دی‌.

په ۱۹۹۴ کال کې د فوټبال نړيوال جام امريکا کې ترسره شو چې مصرف يې صفر اعشاريه ۵ مليارده ډالر و. په ۱۹۹۸ کې مصر پر دغه جام ۲.۳ مليارده مصرف وکړ.

په ۲۰۰۲ کې په جاپان او کوريا کې ۷ مليارده، په ۲۰۰۶ کې جرمني پر دغه جام ۴.۳ مليارده، په ۲۰۱۰ کې سويلي افريقا ۳.۶ مليارده، په ۲۰۱۴ کې برازيل ۱۵ او ۲۰۱۸ کال روسيې پر نړيوال جام ۱۱.۶ مليارده مصرف درلوده.

د فيفا له لوري په ۱۹۳۴ کې د فوټبال نړيوال جام په لومړي ځل ترسره شو چې تر دې دمه يې ټولټال مصارف د قطر له مصرف څخه کم ښودل کيږي.

د قطر کارپوهان وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې د قطر ټاکل کېدو پرمهال ددې مصرف ۶۵ مليارده ډالر تخمين شوی و، خو دغه مصرف درې چنده لوړ شوی دی او لا يې د زياتېدو اندېښنه شته دی.

قطر په ياده موده کې ۸ پر نړيوال معيار جوړ لوبغاړلي چمتو کړل، چې د لا اسانتياو لپاره بېلا بېلې ټکنالوژي په کې کارول شوې دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx