نړۍورزش

قطر د فوټبال نړيوال جام پرمهال د شرابو پر پلور بنديز ولګوه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۱ل): قطر د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام کې د لوبغالي شاوخوا يا په لوبغالي داخل کې د شرابو پر پلور بنديز ولګوه.

د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د قطر اړوند نوې اصولو کيښودو سره به د شرابو پر پلور بنديز ولګول شي.

دا پريکړه په داسې حال کې وشوه چې دوه ورځې وروسته په قطر کې د فوټبال نړيوال جام پېليږي.

له دې وړاندې فيفا د لوبې نندارچيانو ته د شرابو پير او پلور ته اجازه ورکړې وه، خو بالاخره قطر دغه بنديز ولګوه چې فيفا يې هم منلو ته چمتو شوه.

فيفا په دغه اعلاميه کې زياته کړې چې د کوربه هېواد سره په مشوره دې پريکړې ته رسېدلي چې لوبغالي کې دننه او په بهرنۍ ځينو برخو کې د شرابو پلور بند دی.

که څه هم فيفا د يوه بهرني شرکت سره د شرابو تړون هم لاسليک کړی خو قطر ياد فدراسيون دې ته مجبور کړ څو دغه بنديز عملي کړي.

له دې وړاندې د يوې پريکړې له مخې فيفا د ښځينه نندارچيانو لپاره پر لنډو جامو هم بنديز لګولی دی.

ددې سربېره قطر ويلي چې د نړيوال جام پرمهال کوښښ کوي د اسلام دين او ملي ارزښتونو پر ضد کارونو ته اجازه ورنکړي.

اټکل شوې ده چې د قطر نړيوال چام ليدلو لپاره به له يو شمېر هېوادونو څخه ۱.۲ مليونه نندارچيان دغه هېواد ته ځي.

دا لومړی ځل دی چې د منځني ختيځ په يوه هېواد کې د فوټبال نړيوال جام ترسره کيږي. دغه لوبې به د يکشنبې په ورځ ۲۰ نومبر د قطر او اکوادور له لوبې پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx