روغتیانړۍ

قطر د سوري زړه پر ناروغۍ د لسګونه اخته ماشومانو درملنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۱ل): د قطر هېواد په کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د ۱۶۹ اخته ماشومانو د درملنې لګښت پر غاړه اخلي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رئیس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د قطر د هېواد د سفارت له شاژدافیر عبدالله محمد الحبابي سره د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې او راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د مرستو پر موضوعاتو په تړاو په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د قطر هېواد شاژدافیر عبدالله محمد الحبابي ژمنه وکړه، چې قطر او یا کابل کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې د سوري زړه د ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې په برخه کې د ۱۶۹ ناروغانو لګښت پر غاړه اخلي.

الحبابي همدا رنګه وویل، چې قطر هوډ لري په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړي.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سوري زړه د ناروغانو په برخه کې د قطر هېواد د مرستې له ژمنې د مننې په ترڅ کې د قطر هېواد شاژدافیر ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې په پوره شفافیت تر اړمنو ورسوي.

هېره دې نه وي، چې تر دې څه موده وړاندې د قطر هېواد خیريه مؤسسې هم په افغانستان کې د دفتر پرانيستلو او له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې وه.

باختر خبري اژانس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx