ورزش

کرکټ بورډ د سريلانکا پر وړاندې سياليو لپاره په ځوان لوبغاړو شامله لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کميټې د سريلانکا پر وړاندې د درې يو ورځنيو سياليو لپاره د ملي لوبډلې ۱۸ کسيزه نوملړ اعلان کړ.

افغان لوبډله به د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي چې دغه لوبې د نړيوالې شورا د سوپر ليګ برخه دي.

کرکټ بورډ اونۍ وړاندې له شلو زيات لوبغاړي عربي اماراتو ته د تمريناتو لپاره استولي وو چې له مخې يې ۱۸ کسيزه لوبډله غوره شوه.

په دغه لوبډله کې په لومړي ځل نور احمد لکڼوال د يو ورځنيو لوبو نوملړ ته غوره شوی دی، چې ترڅنګ يې ګلبدين نائب هم له اوږدې مودې وروسته دغو لوبو ته راګرځېدلی دی.

د لوبډلې نوملړ:

حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه څلور لوبلړۍ ترسره کړې چې د ۱۲ سیالیو له منځه یې ۱۰ لوبې ګټلي او اوسمهال د ۱۰۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه اووم مقام له ځان سره لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx